پاکستان په کوټه او چمن کې د افغان سوداګرو د ایسار مالونو د بیرته صادرېدو امر کړی

PAKISTAN -- Trucks carrying goods destined to Afghanistan wait for clearance at the Pakistani side of Pak-Afghan border in Chaman, April 15, 2021

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اف بي ار) اعلان کړی چې د چمن او کوټې په بندرونو کې بند پاتې افغان ټرانزیټي سوداګریز توکي اوس د بیا صادراتو لپاره د کراچۍ بندرونو ته لیږدول کیدای شي.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو د مالونو په اړه د سختو اقداماتو په دوام، تازه د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (ایف بي ار) اعلان کړی چې هغه افغان سوداګریزې ترانزیتي محمولې چې له میاشتو راهیسې په چمن او کوټه کې بندې وې اوس د بیا صادرولو لپاره د کراچۍ بندرونو ته لیږدول کیدای شي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د چهارشنبې په ورځ «د دلوې په ۲۹مه» راپور ورکړی چې د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې د اعلان له مخې، د ټولو بندو سوداګریزو توکو "بیرته حرکت" ته اوس د کراچۍ بندر او قاسم بندر له لارې د بیا صادراتو اجازه ورکړل شوې ده.

د دې امر له مخې، په چمن او کوټه کې بند پاتې سوداګریز توکي به له موجوده مقرراتو سره سم او د ګمرکي چارواکو تر څارنې لاندې د کراچۍ بندرونو ته ولیږدول شي.

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې له ضمانتي ټرانسپورټي شرکتونو څخه دا هم غوښتي چې د توکو د لیږد لپاره دې رسمي غوښتنلیک ورکړي.

د دې راپور له مخې، هر کاروان به حد اکثر ۱۵ موټرې وي او د ګمرک یو مامور به ورسره مل وي.

یو شمیر افغان سوداګر د خپلو هغو توکو د بیا صادرولو په اړه ویشلي نظرونه لري چې په چمن او کوټه کې بند پاتې دي.

د ننګرهار د سوداګرو د ټولنې مشر او سوداګر زلمی عظیمي چې مالونه یې له میاشتو راهیسې په کوټه کې بند پاتې دي، د پنجشنبې په ورځ « د دلوې په ۳۰مه» یې ازادي راډیو ته وویل چې دا پریکړه د افغانستان د خصوصي سکتور په ګټه ده:

"زه فکر کوL چې زموږ په ګټه ده، ځکه دلته کوټه کې هم خطرونه ډېر دي، د بلوڅانو لخوا وخت نا وخت اعتراضونه کېږي، بله مسله دا ده چې پر سوداګرو ډیتینشن یا د کانټینرو کرایه راځي او د موټر چلوونکو ورځنی پیسې هم دي، دوی هم په ورځ کې له یوه موټره ۱۰ زره کلدارې اخلي، زه دا د خصوصي سکټور په ګټه بولم."

خو یو شمېر نور افغان سوداګر وايي چې د کراچۍ او بندر عباس بندرونو له لارې د دوی توکو بیا صادرول ډېر لګښتونه لري.

د غوړیو افغان سوداګر حاجي قدیر چې مالونه یې په چمن کې بند پاتې دي، ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ مالونه چمن کې دي، غوړي دي، د هغو محاسبو له مخې چې موږ کړي، که دا له چمنه کراچۍ ته یوسو او له کراچۍ څخه بندر عباس ته یې بیا صادر کړو، تقریباً ۱۸ زره ډالر پر هر کانټینر لګښت راځي، په داسې حال کې چې ارزښت یې ۲۵ زره ډالر دی، یعنې تقریباً ۷۰ سلنه د جنس د ارزښت لګښت راځي چې مونږ یې اندېښمن کړي یو."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، که څه هم دا پریکړه کولای شي د نورو زیانونو مخه ونیسي، خو په خبره یې، درنو اضافي لګښتونو په سوداګرو دوه چنده فشار راوړی او د دواړو خواوو ترمنځ سمدستي حل او همغږۍ ته اړتیا ده.

د دې خونې سلاکار دوکتور مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل:

“اساسي ستونزه دا ده چې پر دې مالونو د راغلي دیتینشن سربېره موټر چلونکي هم د ودرېدو پیسې غواړي او دا د سوداګرو لپاره ډېر لوی زیان دی، خو سوداګر مجبوره دي چې خپل مالونه انتقال کړي، هیله ده ژر تر ژره دې موضوع ته د حل لاره وموندل شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۱۲مه په یو بیان کې ویلي و چې ټول هغه افغان ټرانزیټي توکي چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو کې بند پاتې دي د بیا صادرولو لپاره به خوشې شي.

تر دې پریکړې وروسته، یو شمیر افغان سوداګرو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دوی د توکو بیا صادرولو دوی ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستان سره د افغانستان ټرانزیټي لارې د پاکستان حکومت لخوا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰مه د دواړو هیوادونو ترمنځ تر نښتو وروسته وتړل شوې.

ورسته بیا د طالبانو حکومت د دې لارو د بیا پرانستلو مخالفت وکړ، ویې ویل چې دا لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي چې پاکستان تضمین ورکړي چې دوی به بیا دا لارې په هیڅ پلمه نه تړي.

که څه هم د طالبانو او د پاکستان حکومتونو د اکتوبر له نښتو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند وکړ، خو د لارو د بیا پرانیستلو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د خبرو اترو د پرمختګ جزئیات هم لا نه دي خپاره شوي.