د سي این این او سي بي ایس نیوز د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ ښايي په راتلونکو څو ورځو کې پر ایران د احتمالي برید لپاره چمتو شي، خو ویل کېږي چې ټرمپ لا هم خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
سيایناین د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې ټرمپ په دې ناسته کې په خصوصي ډول هم د پوځي اقدام پلوي او هم مخالف استدلالونه اورېدلي او د خپلو سلاکارانو او متحدانو نظرونه یې غوښتي دي.
په همدې اړه، د ټرمپ یوه سلاکار اکسیوس ویبپاڼې ته ویلي: «ولسمشر ورځ تر بلې ناهیلی کېږي. د هغه ځینې نژدې کسان د ایران پر ضد د جګړې په اړه خبرداری ورکوي، خو زما په اند ۹۰ سلنه احتمال شته چې په راتلونکو څو اوونیو کې به پوځي اقدام وشي.»
د امریکا پوځي چمتووالی او د لویې جګړې احتمال
د امریکايي رسنیو لکه د اکسیوس، وال ستریت ژورنال او سيایناین راپورونه ښيي چې له دیپلوماټیکو خبرو سره هممهاله، متحدو ایالتونو منځني ختیځ ته ګڼ شمېر جنګي الوتکې او د ملاتړ هوايي وسایل استولي دي. ویل کېږي له هغه وخته چې په ۲۰۰۳ کال کې یې پر عراق برید کړی و دا په سیمه کې د امریکا تر ټولو ستر هوايي تمرکز دی.
د اکسیوس د راپور له مخې، امریکايي چارواکي باور لري چې د ټرمپ اداره د عامه افکارو تر اټکل ډېر، یوې پراخې جګړې ته نژدې شوې ده.
د باخبره سرچینو په وینا، پر ایران احتمالي پوځي عملیات ښايي یو څو اوونیز او پراخ کمپاین وي، چې تر محدود او هدفي برید ډېر به، یوې بشپړې جګړې ته ورته بڼه ولري.
والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې امریکا په وروستیو ورځو کې پرمختللې ایف-۳۵ او ایف-۲۲ جنګي الوتکې، د قوماندې او کنټرول الوتکې او د هوايي دفاع سیستمونه سیمې ته لېږلي، او دوهمه الوتکهوړونکې بېړۍ هم منځني ختیځ ته روانه ده.
د دې رسنۍ په وینا، دغه پوځي وړتیا امریکا ته دا امکان ورکوي چې یوازې محدود برید، ونه کړي، بلکې د ایران پر ضد دوامدار او اوږدمهاله هوايي جګړه په پام کې ونیسي.