په روژه کې افغان ښځو د مربا او اچارو کاروبار زیات کړی دی

د روژې په رارسېدلو سره یو شمیر افغان نجونې او میرمنې وايي، په کورونو کې یې مرباوې، چکني(چټني) او اچارونه جوړوي. دوی وايي، دا کار یې ځکه کړی، چې ورته ارزانه تمام شي او صحي. ډاکټران وايي، دا خوراکي مواد باید په کافي اندازه استفاده شي، د جوړولو پر مهال یې د موادو په کارولو کې احتیاط وشي او په ځانګړي ډول هغه کسان چې د معدې تکلیفونه او یا د شکرې ناروغي لري باید ډیره استفاده ترې ونه کړي.
د روژې په ماښامي کې اچار او چکني او په پېشلمي کې هم مربا دا په افغانستان په ډیریو دسترخوانونو ایښي معمول خواړه دي۰

یو شمیر افغان نجونې او میرمنې وايي، سږ یې هم روژې ته په خپلو کورونو کې ځني مرباوې، چکنی او اچارونه جوړ کړي دي۰

دوی وايي، دا کار ځکه کوي، چې هم ورته ارزانه تمامېږي او هم صحي دي.

د کابل اوسېدونکې نفیسې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په بازار کې ډیره ګراني ده، له همدې امله مونږ په کور کې هم اچار جوړوو او هم مربا، ځکه چې هم ارزانه تمامېږي او هم صحي راځي، مربا له مڼو جوړوو، مڼې دا ورځې ښې ارزانه دي، د نارنج له خلال او ګازرو یې هم جوړوو، اچار بیا له شلغم، ګاژرو، ګلپي، تور بانجانو، له دې شیانو جوړوو."

د نوموړې په خبره سږ روژه د کابل په بازارونو په سرکه کې جوړ شوی د بېلابیلو سبزیو او ترکاریو مکس اچار یو کیلو په پنځوس افغانۍ او د مڼې مربا بیا کیلو سل افغانۍ ده.

دا خبره یو شمیر نورو کابل ښاریانو او هټیوالو هم ازادي راډیو ته وکړه ویې ویل، په ټوله کې نرخونه همدا دي خو د دوی په خبره، ممکن څوک یې په لس کمو، یا لس زیاتو هم وپلوري.

د ننګرهار اوسېدونکې سکینه بیا وايي، دوی هر کال روژه کې د اوري اچار او چکني جوړوي:

"مونږ د سرکې اچار نه جوړوو، د اوري اچار جوړوو، او د شنې ډنیا چکني کوو، چې شنه دڼیه، مرچک او هوګه له ماشینه وباسو او په مستو کې یې ګډوو."

ډاکټران وايي، دا خوراکي مواد باید په کافي اندازه استفاده شي، د جوړولو پر مهال یې د موادو په کارولو کې احتیاط وشي او په ځانګړي ډول هغه کسان چې د معدې تکلیفونه او یا د شکرې ناروغي لري باید ډیره استفاده ترې ونه کړي:

د داخله ناروغیو متخنص ډاکټر نورالله چمتو ازادي راډیو ته وویل:

" که چیرې اچار په اوړي کې جوړ شوی وي کوم ممانعت په کې نشته، د مڼې سرکه هم ګټوره ده، همدا شان مرباګانې هم که چیرې ‌ډیره زیاته معمولي بوره په کې استفاده شوې نه وي بهتره به وي، ځني مصنوعي بورې هم جوړې شوي چې هغې نه کیدای شي خوراکي موادو کې استفاده وشي، دا مربوطېږي دې ته چې ځني کسان شته چې د معدې تکلیفونه لري، زخمونه، تیزابیت، زړه یې اېشېږي، همداشان یا یې وزن زیات وي، یا هم د شکرې یا شوګر ناروغي لري دغه کسان باید توجه وکړي دې برخه کې چې ډیر ورنه استفاده نشي."

د یادونې ده که یو شمیر خلک که روژې ته په کور کې مرباوې، چکني او اچارونه جوړوي، ځيني نور له بازاري استفاده کوي، یو شمیر بیا چې ډېر د خپلې روغتیا په فکر کې دي دا خواړه هیڅ نه خوري، خو داسې کسان هم شته چې دواړه ډوله یې پر دسترخان ایښي وي او په کور کې تولید شوی محصول له بازاري هغه سره پرتله کوي چې کوم ښه او خوندور دی.