تهران هوکړې ته د ټرمپ د هڅولو لپاره اقتصادي وړاندیزونه ازمايي

په جینیوا کې د عمان د سلطنت سفارت چیرته چې دامریکا او ایران ترمینځ د غیر مستقیمو اټومي مذاکراتو دوهم پړاو ترسره کیږي.

په داسې حال کې چې ایران او متحد ایالات نن د غیرمستقیمو مذاکراتو دوهم پړاو لپاره خبرې کوي تهران د یوې دایمي هوکړې د تضمین لپاره خپلو اساسي سکتورونو کې امریکايی پانګونې ته چمتولای ښودلی دی. خو دا تراوسه څرګنده نه ده چې دغه وړاندیز به د ټرمپ لپاره د قناعت وړ وي.

تهران امریکا سره د خبرو له نوي پړاو مخکې دایران د ګازو او نفتو په ګټورو سکتورونو کې د امریکا د پانګونې خبره وکړه ترڅو ولسمشر ټرمپ اټومي هوکړې ته وهڅوي چې په نتیجه کې به یې اقتصادي بندیزونه لیري شي .

د متحدو ایالاتو اوایران چارواکې د سه شنبې په ورځ په جینیوا کې د عمان د سلطنت په منځګړیتوب غیر مستقیمو خبرو ته کیني ترڅو داسې یوې هوکړې ته ورسیږي چې دایران اټومي پروګرام محدود او د جګړې مخه ونیول شي.

دغه خبرې په داسې مهال ترسره کیږي چې متحدوایالاتو په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی .

دایران دبهرنیو چارو وزیر اقتصادي مرستیال حامد قنبري د تیرې یکشنبې په ورځ ( دفبرورې په ۱۵مه ) وویل چې دانرژۍ ، معادنو او الوتکو په برخه کې محتملې معاملې متحدود ایالاتو سره د مذاکراتو په میز باندې دي.

ښاغلي قنبري دایران د سوداګرۍ خونې ته وویل :

ددې لپاره چې هوکړه دایمي وي ، نو دا ضروري ده چې متحد ایالات هم دهغو سکتورنو څخه استفاده وکړي چې ګړندي او اوچت اقتصادي عواید لري.


بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د ۲۰۲۵ کال اپریل میاشت کې واشنګتن سره د خبرو په ترځ کې له ورته تګلارې کار واخیست او دانظر یې وړاندې کړ چې د ایران اقتصاد چې له بندیزونو سخت زیانمن شوی کیدای شي د تریلونو ډالرو د پانګونې فرصت رامینځ ته کړي.

خو څو اونۍ وروسته امریکا په ایران باندې د اسراییلو هوايي بریدونو سره یوځای شوه او ددغه هیواد درې مهم اټومي تاسیسات یې په نښه کړل.

په بروکسل کې د نړیوالو بحرانونو د مطالعاتو په مرکز کې دایران د څانګې مشر علي واعظ وايي د ایران داقتصادي وړاندېزونو او د ټرمپ دبهرنۍ پالیسۍ د تګلارې ترمینځ اساسي توپیر لیدل کیږي.

ښاغلي واعظ د ازادې اروپا راډیو ایراني څانګې ،راډیو فردا، ته وویل چې ټرمپ دې کې کومه ځانګړې علاقمندي نه لري چې امریکايی کمپنۍ بهر کې پانګونه وکړي بلکه دا غوره ګڼي چې بهرنۍ پانګې متحدو ایالاتو ته راشي - لکه څنګه چې تیر کال د فارس خلیج عربي هیوادونو د متحده ایالاتو په اقتصاد کې د لویو پانګونو ژمنې وکړې.

هغه وویل: "ایران تیر کال هم هڅه وکړه چې دا کارت ولوبوي، خو دا یې وښودله چې دوی د ټرمپ په تګلارې پوره نه پوهیږي."

واعظ زیاتوي :

داچې ایران داقتصادي پانګونې د کارت څخه د ځان لپاره کار واخلي کیدای د [ټرمپ] لپاره جذابیت ولري ، خو نه په هغه تګلاره چې اسلامي جمهوریت یې لري.


د ایران ددغو هڅو سره همهاله راپورونه وايي چې متحدو ایالاتو او اسراییلو موافقه کړې چې په تهران باندې خپل اقتصادي فشار زیات کړي، په ځانګړې توګه چین ته د انرژۍ په پلور باندې د بندیز په لګولو چې د ایران د تیلو د صادراتو تقریبا ۸۰ سلنه پیري.

راز زیمت، په تل ابیب کې د ملي امنیت مطالعاتو انسټیټیوټ کې د ایران د څانګې مشر ، وايی چې ایران د امریکا د هرډول پانګونې د راجلبولو لپاره دیته اړتیا لري چې "د پام وړ اقتصادي او سیاسي اصلاحات" رامینځته کړي.

هغه وايي، د فساد او د امریکا په تور لیست کې د سپاه پاسداران د شتون سربیره ، د ایران اقتصاد د شفافیت نشتوالی هم ګالي.

ایران یو له دریو هغو هیوادونو څخه دی چې د FATF یا د پیسو مینځلو ضد مبارزې د څارد مالي اقدام د ځانګړې ډلې په تور لیست کې شامل دي.

ښاغلی زیمت په پای کې وايی : "داسې دلیل نشته چې په ایران کې دامریکا پانګونه توجیه کړي."