په قطر کې د افغان کډوالو لپاره له جوړ شوي کمپه په لسګونو کسان افغانستان ته ستنیدلي

په قطر کې د افغان کډوالو په کمپ کې له افغانانو سره د امریکایي چارواکو لیدنه کتنه سپتمبر ۷-۲۰۲۱- ارشیف

د قطر د سیلیه یا کاس په نوم کمپ کې امریکا ته د انتقال په تمه مېشت ځیني افغان پناه غوښتونکي وایي له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په مقابل کې د دې کمپ د مسوولینو لخوا د پیسو وړاندیزونه ترلاسه کړي، خو په خبره یې دوی افغانستان کې امنیتي ستونزې لري او باید امریکا ته انتقال شي.

په قطر کې د «سیلیه یا کاس» په نوم تړل کېدونکي کمپ کې امریکا ته د انتقال په تمه مېشت یو افغان پناه غوښتونکي ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره یې د پیسو وړاندیز ترلاسه کړی دی. دا کس د امریکا د پناه غوښتنې «پي ۱» دوسیه لري، له خپلې کورنۍ سره له ۱۳ میاشتو راهیسې دې کمپ کې مېشت دی.

د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شي، خو په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "دوه درې میاشتې کېږي دا وړاندیز ټولو ته شوی چې که څوک په خپله خوښه افغانستان ته ځي، یوه اندازه پیسې د مرستې په توګه، نه د خسارې د جبران په توګه ورکول کېږي. شاوخوا له ۱۵۰ تر ۲۰۰ کسان په همدې توګه بېرته ولاړل، خو پاتې نور وایي چې موږ دې پیسو ته اړتیا نه لرو، موږ چې تاسو د امریکا په هدف له افغانستانه قطر ته انتقال کړي یوو، باید امریکا ته مو یوسئ، موږ خپل ټول ژوند هر څه افغانستان کې له لاسه ورکړل، دا وړاندیز شوې پیسې هم د خلکو په درد نه لګېږي، نو دلته د خلکو غوښتنه پیسې نه، بلکه دا ده چې یا دې امریکا ته یا دې یو اروپایي هېواد ته انتقال شي چې تر اوسه دا هم معلومه نه ده."

دی وایي ده ته چې اصلي کېس لرونکی دی ۴،۵۰۰ ډالر، مېرمن ته یې ۱،۲۰۰ ډالر او ماشومانو ته یې له زرو تر ۱،۱۰۰ ډالرو وړاندیز شوی دی.

دې کمپ کې مېشت ځینو نورو افغان پناه غوښتونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې د دې کمپ مسوولینو ورته ویلي چې یا به یې درېیمو هېوادونو ته انتقال کړي او یا دې په داوطالبانه توګه د یوې اندازې پیسو اخیستلو سره بېرته افغانستان ته ستانه شي چې په خبره یې دا ورته د منلو نه دي.

یو بل مېشت افغان چې د «پي ۲» پناه غوښتنې کېس لري او ده هم نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، له یو کال زیاتې مودې راهیسې یاد کمپ کې له خپلې درې کسیزې کورنۍ سره امریکا ته د لېږدولو په تمه دی، ورته خبره تأییدوي او وایي چې متحده ایالاتو حکومت باید خپلې ژمنې پوره او دوی امریکا ته ولېږدوي.

د ده په خبره، افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ کېږي: " فکر مو کاوه چې یو دوو اوونیو کې به مو له دې کمپه امریکا ته ولېږدوي، خو تر اوسه پاتې یو، اوس راته ویل شوي چې د مارچ په وروستیو کې مو درېیم هېواد ته انتقالوو، خو دا درېیم هېواد مشخص نه دی، خو (په بل صورت کې) موږ ته به ډېره سخته وي ځکه اوس موږ حاضر نه یو چې بېرته افغانستان ته ولاړ شو ځکه شرایط یې زموږ بېرته ورتګ ته مناسب نه دي، افغانستان کې ځای نه لرو او ستونزې ډېرې دي، موږ سره امریکا ژمنې کړي، موږ خپله نه، بلکې دوی راوستلي یو، باید پر خپلو ژمنو ودرېږي، داسې حساس وخت کې مو چې اوس دې خوا او هاخوا استوي، نه پوهېږو چې خپلو اولادونو ته ډوډۍ څنګه پیدا کړو، برخلیک به مو څنګه کېږي."

دوی وایي چې لسګونو نورو افغانانو بیا له میاشتو میاشتو انتظار وروسته دوی ته وړاندیز شوې پیسې منلي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د «سیلیه یا کاس» په نوم کمپ نه افغانستان ته ځیني ستانه شوي پناه غوښتونکي بیا وایي دوی او ځینو نورو دا پیسې ترلاسه کړي او په قطر کې له میاشتو میاشتو انتظار وروسته افغانستان ته بېرته ستنېدو ته اړ شول.

خو یاد کسان ټینګار کوي چې افغانستان کې دندې نه لري او په نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي.

له دې ډلې کابل کې مېشت د امریکا د پناه غوښتنې (پي ۲) کېس لرونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "هغه کسان چې بېرته افغانستان ته راغلل، تر یوه اندازې ورسره مرسته وشوه، بیا یې دا مرستې قطع کړې، بیا ځینو کسانو چې بېرته وطن ته راتلل د خپل ټکټ مصرف یې خپله وکړ."

خو د دې کس مېرمن په ورته شرط وویل: "موږ یې هلته ۱۸ میاشتې وساتلو، زه ښوونکې وم، دې موده کې چې هلته وم منفک شوم، اوس مې نه مېړه ته دلته تقاعد ورکوي او په کور ناست دی او هم خپله له دندې پاتې شوم."

دا افغانان وایي چې افغانستان کې یې تېر ۲۰ کال له امریکایانو سره په بېلابېلو برخو کې کار او همکاري کړې او دوی د امریکا له لوري له افغانستانه دې کمپونو ته انتقال شوي او په خبره یې باید اوس امریکا او یا بل اروپایي هېواد ته انتقال کړل شي.

هڅه مو وکړه د دې افغانانو د وضعیت او اندېښنو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نظر ولرو، خو یوې ویاندې یې الیزابیټ سټیکني د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تأیید کړې چې له یاد کمپه دېره افغانان وباسي.

بېلابېلو امریکایي او د منځني ختیځ رسنیو د جنورۍ په ۱۴مه او ۱۵مه د امریکا د کانګرس د ځینو غړیو او مدافع ډلو په حواله راپورونه ورکړل چې دوی خبر ترلاسه کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د «سیلیه یا کاس» په نوم کمپ د روان کال د "مارچ تر ۳۱مې پورې” تړي.

د دې راپورونو له مخې، په دې کمپ کې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د زرګونو افغانانو د تخلیې پر مهال د امریکا پخوانیو افغان متحدینو ته ځانګړی شو، اوس په کې تر شاوخوا ۱،۲۰۰ تنو افغانان امریکا ته د لېږد په تمه او د اسنادو پروسس لپاره دېره دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال پاول کپور هم چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د «دلوې په ۲۲مه یې» د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې په استماعیه غونډه کې خبرې کولې، تأیید کړه چې واشنګټن دغو افغان پناه غوښتونکو ته د پیسو ورکول پیل کړي او دا یې هم وویل چې له نورو هېوادونو سره "۱،۱۰۰ څخه تر ۱،۲۰۰ افغانانو" د منلو په اړه په خبرو اترو بوخت دی چې دا مهال د قطر په څېر هېوادونو کې د متحده ایالاتو د حکومت تر پاملرنې لاندې دي، چېرې چې دوی د افغانستان د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته لېږدول شوي وو.

وړاندې د امریکا د کانګرس ځینو غړو د دې کمپ تړل "د ټرمپ ادارې لخوا وروستی بې پروا ګام او د دې متحدینو لپاره په متحده ایالاتو کې د خوندي ځای پرځای کېدو لپاره د هرې پاتې لارې له منځه وړل بللي او دا یې له هغو کسانو سره ژور خیانت ګڼلی چې په افغانستان کې امریکا سره ولاړ وو".

د امریکا حکومت داسې وخت دا پرېکړه کړې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۴مه اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۷۵ هېوادونو وګړو ته د ویزو پروسس بندوي.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۵ کال جنورۍ کې واک ته له راستنېدو وروسته تل یې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر پالېسیو د نیوکو سربېره د افغانانو په ګډون متحده ایالاتو ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د کډوالۍ ضد مختلفې تګلارې وړاندې او پلې کړې دي.

ټرمپ د خپلو دې اقداماتو په دفاع کې ویلي چې د افغانانو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو امریکا ته د کډوالۍ بهیر تر هغه ځنډوي څو چې د امریکا د امنیت او د امریکایانو د شتمنۍ د خوندیتوب په اړه یې ډاډ ترلاسه کړی نه وي.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو او د امریکايي ځواکونو په ګډون د نړیوالو ځواکونو وتلو وروسته، ډېری افغانان چې د متحده ایالاتو ځواکونو یا بشري ډلو سره یې کار کاوه او ځانونه یې افغانستان کې امن نه احساسول، د امریکا لخوا د قطر په ګډون درېیمو هېوادونو ته بیول شول او یا یې ورته د تګ لارښوونې وکړې چې اوس دا افغانان له نا څرګند برخلک سره مخ دي.