اروپايي ټولنه؛ په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو سربیره راډیو لا هم د معلوماتو مهمه وسیله ده

انځور له ارشیف څخه

داسې مهال چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په ازادو رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو د زیاتېدو پرلپسې راپورونه ورکول شوي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي راډیو لاهم په دغه هېواد کې د معلوماتو او زده‌کړې لپاره مهمه وسیله ده.

سره له دې چې زموږ په کارونو او په ټوله کې د بیان په ازادۍ محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتیږي چې زموږ رسنیز کارونه یې سخت زیانمن کړي خو موږ بیا هم هڅه کوو چې خپل رسنیز رسالت ترسره کړو.
خبریال

دغه ټولنې د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت جمعه د فبرورۍ ۱۳مه ویلي راډیو کولای شي هغو سیمو ته ورسیږي چې نورې رسنیزې وسیلې یې د پوښښ توان نه لري.

اروپایي ټولنې ټینګار کړی، چې دوی د خپلواکو، باخبره او ښوونیزو رسنیو ملاتړ کوي، څو خلک او په ځانګړي ډول افغان ښځې او نجونې باوري معلوماتو او ښوونیزو پروګرامونو ته لاسرسی ولري.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ټینګار کړی چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د افغانستان د راتلونکې لپاره اړینې دي.

نوموړي د فبرورۍ ۱۳ مه د راډيو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي راډیو د ټولنو په نښلولو او زیانمنېدونکو ته د معلوماتو رسولو په برخو کې بنسټیز رول لري.

جمعه د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ وه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی چې په دې هیواد کې پر راډیو ګانو د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

دې بنسټ د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې په تېر یوه کال کې یوشمېر راډیوګانې یا ګواښل شوې یا بندې شوې دي او د راډیوګانو یوشمېر خبریالان هم احضار شوي، نیول شوي او یا په بند کې اچول شوي دي.

په دې اړه نور: د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو اقدامات د راډیوګانو فعالیتونه محدودي

د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه راز ویلي پر افغانستان واکمنو طالبانو د ډله ایزو رسنیو د قانون پرځای د فرمانونو او اجرایي قوانینو له لارې پر رسنیو محدودیتونه لګولي دي.

دا اوس زه حق نه لرم چې د کار ساحې ته لاړه شم او بیرون له خلکو سره مرکې وکم او په ځانګړي ډول د ښځو په ستونزو راپورونه جوړ کم
خبریاله

په همدې حال کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د راډیو یو شمېر کارکونکي وايي له سختو محدودیتونو سره سره په ډېرو ستونزو خپل رسنیز کار ته دوام ورکوي.

په ننګرهار کې د یوې ایف ایم راډیو یوه خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل،

"سره له دې چې زموږ په کارونو او په ټوله کې د بیان په ازادۍ محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتیږي چې زموږ رسنیز کارونه یې سخت زیانمن کړي خو موږ بیا هم هڅه کوو چې خپل رسنیز رسالت ترسره او خپل هیوادوال له حقایقو خبر کړو او دغه راز د خپلو خلکو غږ تر چارواکو او نړیوالو ورسوو".

په افغانستان کې د یوې سیمه ییزې ایف راډیو یوې بلې کارکونکې مروا احمدي ازادي راډيو ته وویل،

"دا اوس زه حق نه لرم چې د کار ساحې ته لاړه شم او بیرون له خلکو سره مرکې وکم او په ځانګړي ډول د ښځو په ستونزو راپورونه جوړ کم، په رسنیو د طالبانو محدودیتونه لامل شوي چې رسنیز کارونه تر دفترونو پورې محدود شي ځکه موږ اجازه نه لرو هغه څه خپاره کړو چې د طالبانو په خوښه نه وي".

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په رسنیو او خبریالانو دپراخه محدودیتونو راپورونه ورکول شوي دي.

که څه هم طالبانو په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې د بیان ازادۍ ته ژمن دي خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د موندنو له مخې په تېرو څه باندې ۴ کلونو کې لږترلږه ۲۴ فرمانونه چې د رسنیو فعالیت محدودوي صادر شوي چې دې کار د راډیوګانو پر فعالیت هم مستقیم اغېز کړی او د ښځو پر کار ممنوعیت، د ښځو د غږونو خپرولو ته اجازه نه ورکول او د راډیوګانو د فعالیت د جوازونو د تمدید لپاره د خنډونو رامنځ ته کول په دې ډله کې شامل دي.