د ناټو سرمنشي: امریکا پر روسیې هر ډول فشار راوستلی دی

Your browser doesn’t support HTML5

د ناټو سرمنشي مارک روټه وایي، متحده ایالتونو او اروپایي ټولنې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره پر روسیې هر ډول فشارونه اچولي دي. نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته وکړې.