عزیزي ګروپ افغانستان کې د سلګونو میګاواټو برښنا د تولید قرار دادونه لاس لیک کړل

میرویس عزیزي د عزیزي ګروپ مشر کابل کې د طالبانو له چارواکو سره ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترواک لاندې د برشنا دولتي شرکت او د عزیزي د پانګونې ګروپ ترمینځ  د ۸۴۵ میګاواټو برښنا دتولید د ۵ پروژو قرار دادونه لاس لیک شول. عزیزي ګروپ په مجموع کې افغانستان کې دلسو زرو میګاواټو برښنا د تولید ژمنه کړې.
دلته به په سلهاوو فابریکې جوړې شي او په ملیونو انسانان به مصروف شي
میرویس عزیزي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر او دعزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي چهارشبنې د سلواغې په ۲۲ مه کابل کې د لمریزې او دسکرو د ډبرو د برښنا ددغو قراردادونو دلاس لیک په مراسمو کې ګډون وکړ.

میرویس عزیزي په دغو مراسمو کې صنعتي پراختیا او کار موندنې لپاره د ډاډمنې انرژۍ په ضرورت ټینګار وکړ.

" محترم تاجر صاحبان دلته ناست دي او محترم صنعتکاران ، دوی شپږ- اوه زره فابریکې لري ، کابل ، هرات او کندهار، یوځای بل ځای ، خو فابریکه په جنراتور نه چلیږي ، فابریکه څلورویشت ساعته برق غواړي ، افغاني تاجران دومره با ابتکاره خلک دي او دومره هوښیاراو مبتکر خلک دي چې په دې پوه شي چې دلته افغانستان کې برق شته او برق زیات دی ، دلته به په سلهاوو فابریکې جوړې شي او په ملیونو انسانان به مصروف شي."

په دې اړه نور: کابل ښار او دولس ولایتونو ته وارداتي بریښنا قطع شوې

بلخوا د برشنا شرکت عمومي رئیس ملاعبدالحق همکار غونډې ته وویل چې دبرښنا د تولید دغه پروژې په کابل ، پروان ، غزني ، بغلان او تخار کې پیلیږي.

" لومړی دکابل ولایت د نغلو په سیمه کې د سل میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژه ، دوهم د پروان ولایت د باریکاب په سیمه کې دسل میګاواټه دلمریزې برښنا دتولید پروژه ، دریم د غزني ولایت د ۱۳۰ میګاواټه د لمریزې برښنا دتولید پروژه ، څلورم د بغلان ولایت د ۳۵۰ میګاواټه د ډبرو د سکرو دبرښنا دتولید پروژه ، پنځم د تخار ولایت د ۱۶۵ میکاواټه د ډبرو سکرو د برښنا د تولید پروژه."

د برشنا شرکت رئیس زیاته کړه چې ددغو پنځو پروژو ۸۴۵ میګاواټه ظرفیت له ګاونډیو هیوادونو څخه د وارداتي برښنا له کچې سره تقریبا برابر دی.

دوی کولی سي د پرمختللې تکنالوژۍ نه کار واخلي او دومره فلترونه ولري چې دومره ضرر ونه رسیږي محیط ته
دیپلوم انجنیر خلیل احمد نادم

بلخوا ښاغلي عزیزي په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دیادو پروژو د طرحې او تدارکاتي چارو کارونه مخکې له مخکې بشپړ شوي دي، او د نننيو قراردادونو په لاسليک سره به د پروژو د جوړولو بهير سمدستي پيل شي.

په دغو پروژو ټولټال ۴۶۳ ملیونه ډالر لګښت راځي او له ۲- ۳ کلونو موده کې به بشپړې شي.

د رپوټونو په اساس افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا اتیاه سلنه برښنا له ګاونډیو هیوادونو لکه تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه ترلاسه کوي چې هغه هم کله ناکله د تخنیکي او طبیعی عواملو له کبله پرې شي او خلک له پرچاویو سرټکوي.

کارپوهان وايي په افغانستان کې برښنا ، دلسګونو کلونو راهیسې تر ډیره د اوبو د بندونو څخه تامینیدله خو اوس دلمریزې او او دسکرو د ډبرو د برښنا پروژې نسبتا په کمه موده کې بشپړیدای شي.

دیپلوم انجنیر خلیل احمد نادم د برښنا دبندونو متخصص وايي د ډبرو د سکرو برښنا چاپیریال ته یوڅه زیان رسوي خو د نوي تنکالوژۍ په کارولو سره دزیان مخه نیول کیدای شي.

" افغانستان خو ډیرې اوبه لري خو خبره داده چې د بندونو جوړول وخت نیسي یعنی ۳-۵ کلونو پورې وخت نیسي چې دبرښنا بند جوړسي ، دعاجل لپاره سولري ( لمریزه ) برښنا ډیره ښه ده او د ډبرو د سکرو، تاسو ګورئ چې تکنالوژي ډیر پرمختګ کړی دی ، دوی کولی سي د پرمختللې تکنالوژۍ نه کار واخلي او دومره فلترونه ولري چې دومره ضرر ونه رسیږي محیط ته. "

عزیزي ګروپ په مجموع کې په افغانستان کې د لس زرو میګاواټو برښنا د تولید ژمنه کړې ده.