حاجي محمود د کندهار یو باغدار او بزګر دی . دی وايي پنځوس جریبه ځمکه لري چې دیرش جریبه یې د انګورو او انارو باغونه دي او پاته شل جریبه یې د غنمو او نور غلو کروندې.
حاجی محمود وايي سره لدې چې سږکال تراوسه د هیواد په ځینو سیمو کې ښې واورې او بارانونه شوي خو کندهار کې وریا نسبتا کمه شوې او دی د پسرلي بارانونو ته په تمه دی.
حاجی محمود وايی اوسنیو بارانونو ځمکې ته یوڅه سا ورکړې ده خو کفایت نه کوي او په کندهار کې د بارانونو کچه ورته د دالې بند کې د اوبو له کچې ښکاري چې د ارغنداب ، ژیړۍ ، میوند ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو ځمکې خړوبوي.
حاجی محمود وايي تراوسه د دالې بند اوه زینې له اوبو ډک سوی دی.
دی زیاتوي:
فعلا د دالې بند اوه زینې ډک سوی دی .دا اته څلویښت زینې ډکیږي ، یو څلوویښت زینو نورو ته ضرورت ستهحاجی محمود د کندهار یو باغدار او بزګر
"د پخوا د حالت په څیر تراوسه کندهار کې هغسې بارانونه تراوسه نه دي شوي خو نورو ولایتونو کې ښه بارانونه شوي دي."
خو بلخوا د لوګر اوسیدونکی حاجی زمری چې لوګر، پکتیا او پکتیکا کې سلګونه جریبه ځمکې لري او اجاره کړي وايي سږنۍ واوره نورو کلونو ته په کتو ډیره نه ده خو ژمۍ لاپاته دی او امید سته.
" یاره واوره خو برابره ده ، نظر نورو کلونو ته هغومره هم نه ده ، خو بیاهم امید لرو ، ژمی لاپاته دی خو غرونه یې ډک کړي دي. "د لوګر اوسیدونکی حاجی زمری
خو د اوبو د منابعو کارپوهان وايي سږ کال د تیروڅلورو کلونو په پرتله دافغانستان په ګڼو ولایتونو کې ښه واوره شوې خو لاهم د ۲۰۲۰ کال د واورو کچې ته نه ده رسیدلې اوځینو سیمو کې د اوبو شاخص له اوسط نه ټیټ دی خو د ورښتونو دوه میاشتې نورې هم لاپاته دي.
د اوبو د منابعو او چاپیریال کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید زیاتوي:
" بدخشان کې تخار کې ، سمنګان کې سرپل کې،بامیان کې ، دغزني په ځینو سیمو کې او لوګر کې واوره نسبتاکمه شوې ده . خو بلخواته کابل ، پروان ، کاپیسا ، دغزني په جنوب کې ، غور او هرات او د فراه په ځینو سیمو کې د اوسط په پرتله ډیرې واورې شوي دي. "
ښاغلی سدید وايی دا اندیښنه چې راتلونکی لمریز کال به د پرله پسې وچکالۍ پنځم کال وي لیرې شوې ،او لدې وروسته هم که کافي بارانونه ونشي شدیده وچکالي به نه وي،او دا کال به نسبت تیرو څلورو کلونو ته یو ښه کال وي.
ډاکټر سدید ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا شوي واورې او بارانونه به د تیرو وچکالیو اغیزې یوڅه احتوا کړې کنه وايي:
" د تیرو څلورو کلونو وچکالۍ ته چې وکتل شي نو یوښه اوبیز کال یې اثار نه شي جبرانولی. نو تاسو ډیرو ښو اوبیزو کلونو ته ضرورت لری او ډیرې زیربنا او کارته ضرورت لری چې تاسو وکولی شی تریوحد پورې دهغې وچکالۍ تاثیر چې مونږ په تیرو څلورکلونه کې درلوده تریوې اندازې جبران کړی."
داکتر سدید زیاتوي چې په تیرو دوو لسیزو کې خلکو د ځمکې لاندې اوبو څخه ډیره پراخه استفاده کړې اودځمکې لاندې اوبه هغه زیرمې دي چې د زرګونو کلونه په تیریدو جوړې شوي دي او ددغو زیرمو بیا تقویه کول کلونه وخت غواړي او داوبود ساتنې لپاره د اساسي زیربناوو لکه د بندونو ، جهیلونو او خنډونو له جوړولو پرته یې جبران تقریبا ناممکن دی.