د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې ۱۹ زره ۹۷۳ هغه افغان پناه غوښتونکي چې امریکا ته د تګ په تمه په دې هېواد کې مېشت دي، افغانستان ته ستانه کړي.
دا کسان چې په افغانستان کې یې د تېر جمهوري حکومت پر مهال له امریکايي ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی، پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واک وروسته د امنیتي اندېښنو او د خپلو کېسونو د پروسس لپاره پاکستان ته تللي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د ازادې اروپا راډیو ځايي څانګې مشال راډیو ته د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې له پاکستانه د هغو افغانانو د ایستلو پرېکړه نوې نه ده چې امریکا ته د تګ په تمه دي. د ده په وینا دا پرېکړه پروسږ کال د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه غونډه کې شوې وه ځکه امریکا، پاکستان ته ویلي وو چې د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱مې پوري به دغه افغانان ټول امریکا ته ولېږدول شي.
دغه چارواکي زیاته کړې چې پاکستاني چارواکو اوس د افغانانو د ایستلو پرېکړه ځکه کړې ده چې امریکا د دوی د انتقال په برخه کې جدي نه ښکاري.
تر دې مخکې پاکستاني رسنیو د یکشنبه «د سلواغې یا دلوې ۱۹مه» د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې فدرال حکومت به د پنجاب په ګډون، د سند، خیبر پښتونخوا، بلوچستان، کشمېر او ګلګت بلتستان صوبو او پلازمینې اسلام اباد امنیتي او ملکي مسؤلینو سره په دې اړه رسمي مکتوبونه شریک کړي څو د هغو ټولو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره سمدستي اقدام وکړي چې امریکا ته د بیا مېشتېدو په تمه دي.
په راپورونو کې راغلي چې ډېر ژر به د نژدې ۲۰ زره دغه افغان وګړو ټول معلومات د پولیسو له مشرانو سره شریک شي.
سرچینو ویلي دغه زرګونه افغانان چې له ډېرې مودې راهیسې پاکستان کې د امریکا د ویزو په تمه دي، ښکاري چې امریکا د دوی د منلو لپاره چمتو نهده.
په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت د «SIV» په ګډون د «P1» او «P2» کېس لرونکي وايي له امریکا سره د همکارۍ له امله په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.
د «اېس ای وي» یو کېس لرونکی چې په خبره یې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړن په توګه دنده درلوده او تېرو دوه نیمو کلونو راهیسي په اسلام اباد کې له خپلې څلور کسیزې کورنۍ سره امریکا ته د تګ په تمه مېشت دی، وویل که افغانستان ته استول کېږي ژوند به یې د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
یاد کس د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:
د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړې سخت اندېښمن او نهیلي کړو،
"په افغانستان کې زموږ ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی، که موږ واستول شو یا وژل کېږو او یا زنداني کېږو. پاکستان له مخکې هم ډيپورټ پیل کړی او ډېر افغانان چې استول شوي په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ شوي دي."
په اسلام اباد کې مېشت یو بل افغان پناه غوښتونکي چې له امریکا سره د «پی ۲» کېس لري وايي دوی د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه پاکستان ته تللي، خو د دې هېواد تازه پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي.
نوموړي هم د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې له امریکا د دغه ستونزې د حل غوښتنه وکړه:
"دا پرېکړه زما لپاره ځکه ډېره خواشینوونکې ده چې که بېرته افغانستان ته موږ استول کېږو هلته به له سختو امنیتي ستونزو سره مخ شو
" زموږ غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه او متحده ایالات چې موږ یې په غوښتنه درېیمو هېوادونو ته راغلي یو باید دا ستونزه حل کړي او زموږ ژوند ته جدي پام وکړي."
که څه هم د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه اعلان نه دی کړی، خو د روانې فبرورۍ په ۴مه پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصرافریدي د ازادي اروپا راډیو مشال څانګې ته ویلي وو چې له اسلام اباد سره یې د هغو افغانانو په اړه خبرې روانې دي چې په ۲۰۲۱ز کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دغه هېواد ته تللي.
هغه ویلي و که د پاکستان حکومت دغه افغانان په زور هېواد ته ولېږدوي، نو هلته یې ژوند له خطر سره مخامخ کېدای شي.
پاکستان له دې هېواده د افغان کډوالو د اخراج لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړې، خو متحده ایالاتو ته د تګ په تمه پاکستان کې مېشت افغان پناه غوښتونکي تر ډېره له دې امره مستثنی ول.
دغه پناه غوښتونکو ته په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو د سفارت له لوري د دوی د کېسونو د تأیید لیکونه ورکړل شوي او په کې له پولیسو غوښتنه شوې چې دغه لیک لرونکي له دوی سره کېس لري او د ویزې د نه لرلو په صورت کې ورسره همکاري وکړئ، خو دغه افغان پناه غوښتونکو له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو چې پولیس د سفارت لیکونو ته پام نه کوي او دوی له نیولو وروسته د پیسو په بدل کې خوشې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته تر رسېدو سم دستي وروسته په یو اجرائیوي فرمان کې د کډوالو د منلو بهیر د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه، خو لا یې هم د بیا پیل اعلان نه دی شوی.
سپینې ماڼۍ هغه مهال ویلي وو چې په دې برخه کې لا نورو امنیتي څېړنو ته اړتیا لیدل کېږي.
خو د تېر کال په نومبر میاشت کې د رحمان الله لکڼوال په نوم د یو افغان تبعه له لوري د امریکا د ملي ګارد په دوه غړو له برید وروسته سپینې ماڼۍ د «اېس ای وي» په ګډون افغانانو ته د هر ډول ویزو ورکړه منع اعلان کړه چې له امله یې د پاکستان په ګډون په بېلابیلو هېوادونو کې دغه هېواد ته د تګ په تمه مېشت افغانان له بې برخلیکۍ سره مخ شول.
د دغو ټولو اقداماتو په دوام، تازه تېره پنجشنبه «د فبرورۍ ۵مه» نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړ چې د فبرورۍ په درېیمه نېټه د امریکا کانګرس د ایس ای وي پروګرام دروازه وتړله او دا داسي مهال چې د لګښتونو یوه بسته یې تصویب کړه او د هغه له مخې به نوې ویزې نه توزیع کیږي.