دسره صلیب نړیواله کمیټه د افغانستان دبشري وضعیت په اړه خپل نوي راپور کې زیاتوي چې اقتصادي ستونزې، بې وزلۍ، او د تیرو لسیزو جګړو، د کورنیو توان په داسې حال کې کمزوری کړی چې د اقلیم پورې اړوندو پیښو لکه وچکالۍ، سیلابونو او زلزلو زیانګالي خلک نور هم زیات کړل چې په نتیجه کې یې غذايي ناامني، روغتیایې پاملرنې ته محدود لاسرسي، او د پاکو اوبو او حفظ الصحې خدماتو کمښت د هیواد په ډیری برخو کې دوام درلود.
د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي په دغو شرایطو کې دافغانستان د خلکو لویه برخه د ژوند لپاره بشري مرستوته اړ پاته شوه چې د بشري اقداماتو دوامداره بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا هم په دې وروستیو کې وویل چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې نژدې ۲۲ ملیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب نړیواله کمیټه وايی تیر کال یې د معلولیت لرونکو کسانواو بې وزلو زیانګالو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړ او دبندیانو د وضعیت د بهتروالي او دهغوی حقوقو ته د درناوي لپاره یې دافغانستان د محابسو او توقیف خونو څخه منظمې لیدنې درلودې.
د سره صلیب نړیواله کمیټه ICRC وايي د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې (ARCS)په همکاري یې تیرکال ګڼ روغتیايي خدمات وړاندې کړي ، د سرې میاشتې په ۴۷ مرکزونو کې چې ددغې کمیټې لخوا یې ملاتړ کیږي څه دپاسه ۱ ملیون او ۲۶۸ زره کسانو چې ۶۴ سلنه یې ښځې او ماشومان وو روغتیايي پاملرنه ترلاسه کړې.
دغه راز څه دپاسه ۳۳۷ زره معمول واکسینونه تطبیق شوي او د سرې میاشتې په ۴۷ کلینیکونو کې څه دپاسه نهه زره خوارځواکو کوچنیانو د تغذیې د پروګرام څخه ګټه اخیستې.
د سره صلیب نړیواله کمیټه خپل راپور کې زیاتوي چې څه دپاسه ۲ لکه او ۱۸ زرو ناروغانو چې ۳۵ سلنه یې ښځې او کوچنیانو وو د بدني ځواکمنتیا په ۷ مرکزونوکې مرسته ترلاسه کړې.
ډاکټر فرید بزګر چې نړیوالو روغتیايي سازمانونو سره د کار تجربه لري وايي چې په اوسنیو شرایطو کې دغه مرستې ځکه مهمې دي چې د روغتیا په برخه کې پخواني تمویلونکي ډیر کم شوي دي او ډیرو روغتیايي متخصصینو افغانستان پریښی دی او د نجونو په زده کړو هم محدودیتونه لګول شوي چې د روغتیایي خدماتو په عرضه یی تاثیر کړی او بل لور ته ګڼ شمیر کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.
په اوسنیو شرایطو کې دغه مرستې ځکه مهمې دي چې د روغتیا په برخه کې پخواني تمویلونکي ډیر کم شوي دي او ډیرو روغتیايي متخصصینو افغانستان پریښی دی
" کوم راپور چې ICRC وړاندې کړی او هغه خدمات یې چې د سرې میاشتې له لارې افغان ټولنې ته وړاندې کړي د واکسینونو برخه کې او د خوارځواکۍ په درملنه کې حیاتي ارزښت لري او ټول افغانان یې باید قدر وکړي او دقدر وړ خدمات دي او چارواکي او خلک یې باید ملاتړ وکړي. "
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې راپور کې لسګونو زرو اړمنو کسانو سره دلومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او بزګرانو سره د خوراکي محصولاتو د پراختیا لپاره د نقدي مرستې یادونه هم شوي.
د نړیوال سره صلیب کمیټه دغه راز وايی لسګونو زرو کسانو سره د برښنا او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته شوې.
راپور وايي چې د سره صلیب د کمیټې د هلو ځلو په نتیجه کې د چاریکار، فیض اباد ، هرات جلال اباد ، کابل ، کندهار ، کندز ، مزارشریف او شینډنډ د ښاري سیمو خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
اودغه راز دافغانستان دسرې میاشتې رضاکارانو د هیواد په اتو هغو سیمو کې چې د ماینونو او د جګړوڅخه د پاتو ناچاودو مهماتو خطر په کې ډیر لیدل کیږي د ښځو او کوچنیانو په شمول څه دپاسه ۲ لکه او لسو زرو کسانو ته ددغو توکو څخه د ځان ساتنې پوهاوی ورکړل شوی دی.
د سره صلیب نړیواله کمېټه له ۴۰ کلونو راهیسې د افغانستان خلکو ته خدمات وړاندې کوي، او د جګړو څخه د پاتې ستونزو او ننګونو په وړاندې یې مرسته او ملاتړ کوي.