افغان طالبانو د اسلام په چاودنه کې خپل هر راز لاس لرل رد کړل

د افغانستان دفاع وزارت

د طالبانو دفاع وزارت دا تور رد کړ چې په اسلام اباد کې یې د شیعه و پر جومات په برید کې لاس درلود. پاکستان تور پورې کړی چې په اسلام اباد کې د جمعې د ورځۍ انتحاري حمله کوونکی که څه هم افغان نه دی خو افغانستان ته یې پرلپسې سفرونه کړی وو.

د اسلام اباد او کابل تر منځ د نانندریو دوام، تازه په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړې چې په اسلام اباد کې یې د وروستۍ حملې تر شاه د افغانستان لاس بللی دی.

جمعه د دلوې ۱۷ مه له حملې وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا وکړه چې حمله کوونکی له حملې مخکې افغانستان ته تللی راغلی دی.

له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چوهدري هم ویلي وو چې برید ګر افغانستان ته پرلپسې سفرونه کړي وو.

خو د طالبانو د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې چې د دلوې ۱۷ مه یې خپره کړې ویلي، پاکستان باید پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو غور وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، د پاکستان له لوري دغه پېښه افغانستان ته منسوبول «غېر مسوولانه» عمل دی، چې هېڅ ډول منطق او بنسټ نه لري او دا چې پاکستاني چارواکي د دغسې عجولانه څرګندونو له کبله پر خپلو امنیتي ناغېړیو پرده نه‌شي اچولای او نه هم په اساسي توګه ستونزې حل کولای شي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي:«که رښتیا هم دوی له پېښې سمدستي وروسته عاملین معلومولای شوای، نو ولې تر پېښې وړاندې یې په شنډولو او مخنیوي کې ناکام دي؟»

تازه شنبه د دلوې ۱۸مه د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز اسلام اباد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د اسنادو له مخې حمله کوونکی یاسر نومیږي او د خیبرپښتونخوا د چارسدې سیمې اوسېدونکی وو.

په راپور کې ادعا شوې چې حمله کوونکي پنځه میاشتې په افغانستان کې تېرې کړې دي او په دغه موده کې یې د وسلو کارولو او ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو روزنه ترلاسه کړې ده.

دا انتحاري حمله جمعه د دلوې ۱۷ مه د پاکستان پلازمینې اسلام اباد کې د شعیه ګانو په یو جومات وشوه چې له امله یې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ۳۱ کسان ووژل شول او لږ ترلږه ۱۶۹ نور ټپیان شول.

د دې حملی مسولیت داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې منلی هغه چې له دې وړاندې یې په افغانستان کې هم په شیعه افغانانو لسګونه ورته بریدونه او حملې کړي دي.

په همدې حال کې د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د جدي مذاکراتو د پیل سخته اړتیا لیدل کیږي چې په کې په رښتیني ډول په ټولو مسایلو خبرې او بحثونه وشي.

دوی وايي په یو بل د تورونو د لږولو او د ردولو پر ځای باید دواړه لوري خپلو ستونزو ته پام وکړي.

د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل:

(زه فکر کوم چې که صداقت او همکاري موجوده وي، نو سیمه له دې ترهګرۍ خلاصېدای شي، ځکه دا یوازې یوه ډله نه ده چې د پاکستان امنیت ګواښي بلکې ډېرې نورې ډلې شته چې د سیمې د هیوادونو ګټې او امنیت ګواښي، په دې صورت کې باید د همکاري روحیه رامنځته شي تر څو ټوله سیمه کې له ستونزو خلاصه شي او که داسې نه وي نو ټول هیوادونه به ترهګر د یو بل په ضد د ابزارو په توګه کاروي.)

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوه سمیع یوسفزی:

(په اوس وخت کې خو د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي خو خبرو ته جدي اړتیا شته، خو ستونزه داده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل ډېر حساس دي، او دواړه لوري تل په انکار ټینګار کوي، طالبان هم او پاکستان هم دواړه لوري له ستونزو انکار کوي، په دې صورت کې نو زه فکر کوم چې هیڅ ډول پرمختګ نه شي کیدای او نه هم په سیمه کې داسې څوک شته چې منځګریتوب ته زړه ښه کړي.)

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په پاکستان کې امنیتي پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.

پاکستان تور پورې کوي چې د پاکستان د ناامنۍ ریښه افغانستان ته رسیږي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او د پاکستان ناامني د هغه هیواد کورنۍ مسله بللې ده.

د دواړو هیوادونو ترمنځ له تېرو نږدې څلورو میاشتو راهیسي د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې تړلي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو څو ځل سختې نښتې هم رامنځته شوي چې دواړو لوریو په کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کړي دي.