په افغانستان کې په میلیونونو کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي

ارشیف

په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمیر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمیرې د تیرو درې میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان کورنیو رسنیو ته وویل چې تنفسي ناروغان د پروسږکال په پرتله زیات شوې دي او د دې ناروغانو لویه برخه زاړه خلک دي.

ښاغلي زمان دا ونه ویل چې پروسږکال څومره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي و. د روغتیا نړیوال سازمان د دوه زره پنځه ویشتم کال تر نیمایي پورې شمیرې خپرې کړې دي چې د هغوی له مخې له جنوري تر جولای میاشتې پورې نژدې څلور لکه اته ویشت زره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوې دي چې له دې ډلې نژدې نهه زره پنځه سوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې د هوا له سړیدو سره په افغانستان کې د کورونا ناروغۍ پیښې هم زیاتې شوې دي د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت د شمیرو له مخې د جنوري په میاشت کې تر یو نیم سل ډیر کسان په کرونا اخته شوې دي، تر دې یوه میاشت مخکې د دې ناروغۍ یو سل او یو څلویښت پیښې ثبت شوي او تر هغه مخکې په نومبر کې تر دوه سوه ډیر کسان په کورونا اخته شوې دي. البته دا هغه ناروغان دي چې دولتي روغتونونو ته یې مراجعه کړې ده او تر اوسه د کورونا له امله د تلفاتو خبرونه نه دې خپاره شوي.

په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمیرې په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې د دغه هیواد روغتیایي سکټور تر سخت فشار لاندې دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه مفصل راپور کې څرګنده کړه چې له افغانستان سره د امریکا د متحد ایالتونو د مرستو له کمیدو سره نژدې څلور سوه پنځوس روغتیایي مرکزونه په دغهّ هیواد کې تړل شوې دي.