جاپان کې بیسارې واوره کې ۳۰ تنه مړه شول
د جاپان په شمال کې بیسارې واورې د ورځني ژوند چارې ټکنۍ کړي او تراوسه ۳۰ کسه مړه شوي.
امنیتي ځواکونو او ژغورونکو ټیمونو له واورو څخه دلارو کوڅو او دخلکو کورونو پاکولو ته مخه کړه.
چارواکي بیاهم خبرداری ورکوي چې د ژمي خطر لیرې شوی نه دی.