نن په عربي متحد اماراتو کې د اوکراین په تړاو غونډه کیږي

د اوکراین په ادویسه کې د روسیې تر برید وروسته د اور وژنې هڅې. فبروري -۴-۲۰۲۶

ټاکل شوې ده چې د اوکراین، روسیې او د امریکا د متحد ایالتونو مرکچي پلاوي نن په ابوظبي کې راټول شي او د اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون روسیه تورنه کړه چې له هغې موافقې یې سرغړونه کړې ده چې امریکا یې هم ملاتړ کوي او هغه د خبرو پرمهال د اوکراین د انرژي پر سکتور له بریدونو څخه ډډه کول دي.

زیلینسکي د سې شنبې په ورځ وویل چې تیره شپه روسیي ځواکونو په سلګونو ډرون الوتکې او بالستیک توغندي پر اوکراین ویشتلي دي او د اوکراین د انرژي مرکزونه یې زیانمن کړې دي.

د روسیې پلاوی ابوظبي ته رسیدلی دی او د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې تر اوسه د اوکرایني او امریکایي پلاوو د رسیدو په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک شوي.