د بلوچستان په جګړو کې تر ۲۵۰ ډیر کسان وژل شوي

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي وویل، له شنبې راهیسې په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو له همغږه عملیاتو راپه دې خوا تر دوه سوه پنځوس ډير کسان وژل شوې دي او لاهم جګړې روانې دي.

دې لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس اژانس ته څرګنده کړه چې د ترهګرو پرضد د دې عملیاتو پرمهال یو سل او اووه نوي ترورستان وژل شوې دي، د ملکي تلفاتو شمیر شپږ دیرشو ته رسیږي او دوه ویشت امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلوچ بیلتون غوښتونکو( بي ایل اې) د اونۍ په پيل کې د بلوچستان په نژدې ټولو مهمو ښارونو هممهاله بریدونه وکړل، بانکونه، زندانونه، د پولیسو مرکزونه او پوځي تاسیسات یې په نښه کړل.

ملګرو ملتو دا حملې وحشیانه بللې دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي درې ورځې مخکې ویلي و چې هغه ټولې سیمې له ترهګرو پاکې شوې دي چې حملې یې پرې کړې وې.