د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماټه عادله راز د یوې نوې جوړې شوې خپلواکې متخصصې مشورتي ډلې غړیتوب ته ټاکلې ده چې دنده یې د نړیوالو شاخصونو پیاوړتیا ده. دغه شاخصونه د اقتصادي، چاپیریالي او ټولنیزو زیانونو پر وړاندې د هیوادونو جوړښتي زیان منل اندازه کوي.
ملګرو ملتونو ویلي چې عادله راز له هغو ۱۵ متخصصینو څخه یوه ده چې تر ۲۰۳۰م کال پوري د څو اړخیزه زیان مننې شاخص یا (MVI) نظارتي پینل ته نومول شوې ده.
MVI، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې رامنځته کړی دی چې د مخ پر وده هیوادونو پر وړاندي خطرونه په ګوته کړي.
عادلې راز، چې پر ډیپلوماټیکه کچه یې د افغانستان استازیتوب کړی دی، په سیمه کې به له نورو متخصصینو سره یوځای په یاد پینل کې کار کوي.