د ترکیې ولسمشر ریاض او قاهرې ته سفر کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، ارشیف

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دسعودي عربستان او سبا د مصر لیدنه کوي.

د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر وايي اردوغان ددغه سفر په ترځ کې د سیمه ایزو او نړیوالو تحولاتو ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکود پراختیا په هکله خبرې کوي.

د ترکيې د جمهوري ریاست د ارتباطاتو دفتر په ایکسپاڼه لیکلي چې ولسمشر اردوغان په ریاض کې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ګوري.

خبر زیاتوي چې په قاهره کې ولسمشر اردوغان د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح سیسي سره یوځای دترکیې – مصر د ستراتيژیکې همکارۍ دشورا د دوهمې غونډې مشري کوي چې خاص تمرکز یې په فلسطین دی.

د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو نن رپوټ ورکړچې سعودي عربستان او مصر ته د غه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په غزه له جګړې وروسته انقره غواړي منځني ختیځ کې خپلو شریکانو سره امنیتي اودیپلوماتیک اړیکې بیا راژوندی کړي اود سوداګري او پانګې لګونې د پیاوړتیا هڅه کوي.