د ګډو ګټو امنیتي تړون وایي، د تاجکستان-افغانستان د پولي پر اوږدو د وسله والو نښتو د زیاتیدو له امله به د تاجکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو تجهیزاتو او وسلو سمبال کړي.
دا پریکړه وروسته تر دې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو د ختلان په ولایت کې د مخدره موادو له شکمنو قاچاق وړونکو سره نښته وکړه. د دې نښتې په ترڅ کې د تاجکستان د سرچینو په وینا درې وسله وال وژل شوي او نور د افغانستان لور ته تښتیدلي دي.
د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر تالات بیګ مسادیکوف په وینا روسي رسنیو نن راپور ورکړ چې تاجکستان ته د وسلو د ورسپارلو لست چمتو کوي، خو تر اوسه دا موضوع نه ده روښانه شوې چې کله به دا وسلې تاجکستان ته سپارل کیږي.
روسیه، بلاروس، قزاقستان، قزغزستان او تاجکستان د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړي دي.