سیګار اداره له نژدې ۱۷ کلونو وروسته منحل شوه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د سرمفتش اداره( سیګار) نن د جنورۍ په ۳۱ مه خپل فعالیت پای ته ورساوه. دا اداره په دوه زره اتم کال کې د متحد ایالتونو د کانګرس له خوا د افغانستان لپاره جوړه شوې وه.

داسې مهال چې نن د جنورۍ ۳۱ مه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د سرمفتش ادارې سیګار کار پای ته ورسېده د اقتصادي او سیاسي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي که څه هم د دې ادارې راپورونه د افغانستان په اړه ګټور او مستند وو خو دا چې د امریکا او د افغان حکومتونو له لوري ورته پام نه کېده د فساد د مخنیوي په برخه کې یې رول واضح نه وو.

سیګار په افغانستان کې په پوځي، پرمختیایي او بشري پروګرامونو کې د امریکا د لګول شویو میلیارډونو ډالرو پلټنه او تفتیش کاوه.

دغه ادارې په خپل وروستۍ راپور کې چې تېره میاشت یې خپور کړو ویلي وو چې په افغانستان کې له دوه زره دوهمه تر دوه زره یو ویشتم کلونو پورې د متحد ایالتونو کانګرس شاوخوا یوسل او څلروڅلویښت اعشاریه اووه میلیارډه ډالر د افغانستان بیارغونې ته ځانګړې کړي و.

دې ادارې د خپل کار په مودې کې د ضایع شویو پیسو، درغلیو او ناوړه ګټې اخیستنې مهمې پېښې مستندې کړې، او اټکل یې کړی چې لسګونه ملیارد ډالر له لاسه تللي یا په ناسم ډول مدیریت شوي دي.

خو د اقتصادي چارو پوه پوهاند بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل چې د سیګار په راپورونو کې د حل لارو نه په ګوته کول هغه ستونزه وه چې له امله یې د دغه ادارې راپورونه نه عملي کېدل.

(د سیګاره راپورونه تر ډېره دقیق وو، خو له بده مرغه تر اخره د شفافیت د رامنځته کېدو په برخه کې ګټور تمام نه شول، ځکه دوی په خپلو راپورونو کې ان حل لارې نه ښودې، دا یې نه ښودل چې څوک ګرم دي، څوک باید ونیول شي، چا فساد کړی دی او څوک باید محاکمه شي، نو ځکه یې موثریت ډېر نه وو.)

دی وايي د دې ادارې بندیدل هم افغانانو ته ډېر د اندېښنې وړ ځکه نه دي چې دوی یې په ګټه او تاوان ډېر نه پوهېدل.

د سیاسي چارو یو شمېر پوهان هم ورته نظر لري او وايي د امریکا او افغانستان د وخت حکومتونو اصلا د سیګار راپورونو ته پاملرنه نه کوله.

د سیاسي چارو پوه اسدالله ندیم ازادي راډيو ته وویل:

( د سیګار راپورونه تر ډېره بې پرې، واضح دقیق او کوم سیاسي اړخ یې نه درلود، خو له بده مرغه د امریکا د حکومت له لوري ورته جدي پام نه کېده او د افغانستان حکومت نه یوازې دا چې پام یې ورته نه کاوه رد کول یې، هغه مسایلو ته چې سیګار ورته اشاره کوله هیڅ پام ورته نه کېده ځکه د وخت چارواکي تر ډېره په کې دخیل وو.)

نوموړی وایی د هغه وخت افغان حکومت باید له سیګار سره موازې یوه اداره رامنځته کړی وای او په ټولو هغه مسایلو یې تحقیق او څېړنه کولای چې د سیګار له لوري مستند کېدل او خبره یې له دې لارې به په افغانستان کې د فساد مخه تر یوې اندازې نیول شوی وای.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د سرمفتش اداره( سیګار) په دوه زره اتم کال کې د متحد ایالتونو د کانګرس له خوا جوړه شوې وه>

دې ادارې د خپل کار په مودې کې د ضایع شویو پیسو، درغلیو او ناوړه ګټې اخیستنې مهمې پېښې مستندې کړې، او اټکل یې کړی چې لسګونه ملیارد ډالر له لاسه تللي یا په ناسم ډول مدیریت شوي دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سیګار د فعالیتونو د پای ته رسېدو په اړه په خپل غبرګون کې چې د دغه بنسټ رول په افغانستان کوم اغیز نه درلود خو سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم د یاد هېواد تر ټولو لوی تمویلونکی پاتې شوی دی.

د سیګار په وینا، امریکا یوازې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره ۳،۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده. یادې ادارې ادعا کړې، چې طالبانو له دغو مرستو ګټه پورته کړې ده، خو طالبانو مخکې دغه ډول ادعا ګانې رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال امریکا له افغانستان سره خپلې ټولې مرستې ځنډولي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا مرستې طالبانو ته رسېدې.

تازه د امریکا د سنا جرګې دبهرنیو اړیکو کمیټې په خپل وروستي اقدام کې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسو ته د طالبانو د لاسرسي قطع کولو لایحه تصویب کړې ده.

د متحدو ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو کمیټې مشر جیم ریش د دې لایحې تر تصویب وروسته د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل دا لایحه، ډاډمنوي چې: د امریکا د مالیه ورکوونکو د پیسو یو ډالر هم په افغانستان کې ترهګرو سازمانونو لکه طالبانو ته نه ځي.