په خوست کې دوو کورنیو له دښمنۍ لاس واخیست او روغه یې وکړه

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ یولس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه. په یاده دښمنۍ کې دوه کسان وژل شوي او ښکیلو خواوو ته د کلونو پر مهال مالي زیانونه هم اوښتي ول.
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند د سنکیو او درنامیو د خېلونو د دوو کورنیو تر منځ یوولس کلنه دښمني چې د دواړو لورو دوه کسان په کې وژل شوي او ښکیلو خواوو ته په کې درانه مالي زیانونه اوښتي. د دې تر څنګه دواړو لورو او د زندان په ګډون وهل هم زغملي دي. خو د ځايي مشرانو په هلو ځو دواړو خواوو له یو بل سره دښمنۍ ته د پای ټکی کیښود.
د دې جرګې یوه غړي سید کریم خان خاکسار ازادي راډیو ته په دې اړه داسي وویل:

دې پریکړې څلور پنځه میاشتې وخت واخیست چې دواړه لوري قانع کېدل نه ځکه ډېر زیانونه یې لیدلي دي


یوولس دوولس کاله کېدل چې په تڼیو ولسوالۍ کې د دښمنۍ له لاسه دوه کسان له منځته تللي وو چې د یوه کورنۍ د سنکۍ او د بل د درنامۍ سیمې اوسېدونکې وه. دې پریکړې څلور پنځه میاشتې وخت واخیست چې دواړه لوري قانع کېدل نه ځکه ډېر زیانونه یې لیدلي دي. خو اخر د قامي مشران وتوانېدل او د سولې په نتیجه کې دوی یو بل ته بخښنه وکړه.

په ورته وخت کې د ښکېلو خواوو دواړو لورو پر روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې د دوی د ژوند ټولې برخې له دې دښمنۍ اغېزمنې وې.

دوی د نورو بدۍ لرونکو خلکو هم وغوښتل، چې د هوسا او سوکاله ژوند لپاره دې د نیکو خلکو په منځګړیتوب خپلې بدۍ او دښمنۍ ختمې کړي. د تڼیو اوسېدونکي حسین الله چې د دوې روغې جوړې یو لوری دی، ازادي راډیو ته وویل:


زموږ او د دوی تر منځ دښمني وه او زموږ د ماشومانو په ګډون زموږ کورنۍ له بیلابیلو مشکلاتو سره مخامخ وې. اقتصادي مشکلات مو درلودل، د زده کړو په برخه کې مو ستونزې وې. له هر څه بې برخې وو.

د روغې جوړې بل لوري د تڼیو اوسېدونکي سهیم الله بیا وویل:

نن ورځ موږ روغه وکړه. پر نورو خلکو هم غږ کوو چې دلته ډېرې ستونزې دي او ډېر خلک بدۍ لري. په بدۍ څه نه جوړیږي. موږ پر دوی هم غږ کوو چې رادې شي جوړه دې وکړي.

بل لوري ته قومي مخور هم په ځانګړې ډول د پښتنو په قومونو او خېلونو کې شخصي دښمنۍ او تربګنۍ د پرمختګ او ښه ژوند په مخکې له مهمو ستونزو بولي او زیاتوي چې دوی به د شخصي دښمنیو حلولو ته پام لا ډېر کړي.

قومي مخور الحاج غازي نواز تڼي ازادي راډيو ته وویل:

یو خو د انسان ژوند تباه کیږي. ټوله کورنۍ یې غمجنه وي. هیڅ پرمختګ نشي کولای. اقتصاد، کار او ګټه بې پر ټپه ودریږي. له کوره څوک نشي وتلای. خپل بچیان تعلیم ته نشي لېږلای. ټول ژوند یې محدود وي او له خطر سره مخامخ وي. له غربت سره مخامخ شي او بدې لویه بدبختي ده.

یاده دې وي تڼي چې د خوست په جنوب لوري کې د شمالي وزیرستان د بیلابیلو سیمو سره پرته ولسوالي ده، د درنامیو، سنکیو، اریزیو او خوبي خېلو په څلورو لویو خېلونو ویشل شوې ده.

د خوست د تڼیو اوسیدونکي چې ډېره برخه يې په غرییزو سیمو کې اوسیږي، په خپلو کې له پخوا نه په غرونو، غونډیو، څړځایونو او نورو مسلو په سر دښمنۍ لري.

د خوست د اړوندو ادارو د مالوماتو له مخې دوی سره یوازې د تڼیو په ولسوالۍ د شخصي دښمنیو ۳۴۲قضیې رسمي ثبت او راجسټر دي.