تېرو دریو ورځو کې ۶۱ کسان واورو او بارانونو له امله رامنځته شویو پېښو کې مړه شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو د حکومت د پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی چې په تېرو دریو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د واورو او بارانونو له امله له ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور کسان ټپیان دي. د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې د ژمې په دې سړه هوا کې په یو شمېر ولایتونو کې واوره ښوېدنه د کورونو د وېجاړېدو او د ټرافیکي پېښو لامل شوې ده. صفي الله ستانکزی او نور جزییات