د طالبانو د حکومت د ټولګټوچارو وزارت پرون راپور ورکړ چې د سالنګ د لویې لارې په ګډون د هېواد ځینې کوچني او لوی سړکونه د وروستیو واورو د ورېدو او توپانونو له کبله په موقت ډول تړل شوې دي.
د دې وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې په سالنګونو کې له چارشنبې ورځې راهیسې تر بېګانۍ شپې پورې د درنو واورو د ورېدو له کبله دا لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د ښاغلي حقشناس په وینا د پنجشنبې په ورځ د سالنګ په دوشاخ سیمه کې د واورو د ورېدو، توپان او د واورو د ښویېدو په نتیجه کې یو هوټل او څو دوکانونه تر واورو لاندې شوې دي.
د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د هوا له ښه کېدو سره به د لویو لارو د پرانیستلو لپاره د دوی هڅې پیل شي.
نوموړی زیاتوي، په بامیان، دایکنډي، غور، بدخشان، هرات او غزني ولایتونو کې هم ځینې لارې د تېزې واورې د ورښت او توپان له کبله په موقت ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.
ښاغلی حقشناس وايي چې د هوا له ښه کېدو سره به له دې لارو لویو د واورو د پاکولو چارې پیل او لارې به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند د پرونۍ ورځې په ترڅ کې په سالنګونو کې د واورو د ورېدو له کبله د ۲ تنو د مړینې او د ۱۲ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
له دې مخکې د افغانستان کورنیو رسنیو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د وروستیو درنو واورو د ورېدو په نتیجه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له څلوېښتو ډېر کسان مړه شوي او له ۳۰۰ ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ازبکستان د وارداتي بریښنا یو مزی د پلخمري او کابل ترمنځ ساحه کې د سختو ورښتونو او توپانونو له کبله زیانمن شوی او اوس مهال په ۱۲ ولایتونو کې د بریښنا بهیر پرې دی.
په دې اړه نور: یونیسف : د افغانستان ختیځ کې ژمي د زلزله ځپلیو کوچنیانو وضعیت بحراني کړیبریښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د دې شرکت ټیمونه د سالنګ د لویې لارې د بندېدو له کبله منتظر دي چې حالت عادي شي او دوی دا ستونزه ژر ترژره حل کړي.
خلک د بریښنا د نه شتون له کبله خپل کورونه د لرګیو، د ډبرو د سکرو، تېلو او د سونګ د نورو موادو په وسیله تودوي.
د کابل او شاوخوا ولایتونو خلک د بریښنا د کمښت او نشتوالي له کبله شکایت کوي او وايي دوی مجبور شوي دي چې خپل کورونه د لرګیو، د ډبرو د سکرو، تیلو، ډیزلو او د سونګ د نورو موادو په وسیله تاوده کړي.
د چاپېریال ساتنې د چارو متخصص وحیدالله صادقي وايي خلک باید د مضرو سونګ توکو پرځای لرګي یا د ډبرو سکاره وسوځوي. خو ښاغلی صادقي د ډبرو په سکرو کې هم د هغه ډول سپارښتنه کوي چې فلټر شوي وي.
نوموړی وايي "عام خلک که هڅه وکړي داسې سونګ توکي دې نه سوځوي چې د هوا لپاره ډېر مضر وي. بلکې هڅه دې وکړي بلوط لرګي چې مضر مواد یې تر سکرو کم دي وسوځوي. یو ډول سکاره شته چې مخکې له دې چې سوځولو ته چمتو شي، مضره مواد یې په یوه کیمیاوي پروسه کې اچول کېږي څو مضره مواد یې کم شي بیا سوځول کېږي. که یې مالي امکانات ښه وي، کېدای شي چې فلتر کېږدي. فلترونه ډېر ګران نه دي یوڅه د اوبو مصرف لري او باید بریښنا ولري. که خلک وکولای شي چې کوم لوګی چې له کورونو یې وځي، لومړی تصفیه کړي بیا نو دا یو ګټور کار کېدای شي."
ښاغلی صادقي سپارښتنه کوي چې خلک دې د ټایرونو، پلاستیکي توکو او بوټونو په څېر مضر شیان نه سوځوي.
د چاپیریال ساتنې کارپوهان او فعالان وايي وروستیو واورو او بارانونو د هوا او چاپیریال د پاکېدو هیلې زیاتې کړي خو دوی په عین حال کې خبرداری ورکوي چې د ناولو سونګ توکو کارول به چاپېریال بېرته ناولی کړي.