په کابل کې واورې ته د ښاریانو خوښۍ او اندیښنې

کابل-ارشیف

په کابل ښار کې پنجشنبې د دلوې د میاشتې په دویمه نېټه د کال لومړۍ واوره وورېده؛ چې د پلازمېنې د یو شمیر سیمو سړکونه، لارې او کوڅې یې سپینې کړې.

د ژمي د فصل له پیل څخه د یوې میاشتې په تېرېدو، دې واورې ته یو شمیر کابل ښاریان خوښ دي.

د کارته‌نو سیمې اوسېدونکې خاطرې، د پنجشنبې په ورځ د دلوې په دویمه ازادي رادیو ته وویل:

"کله چې بهر ووتلو، ومولیدل چې ټول ماشومان راوتلي وو او ټول خلک د واورې له اورېدو خوند اخلي. هر څوک ډېر خوشاله وو، ځکه له یوې خوا وچکالۍ او له بلې خوا ککړې هوا خلک ډېر ځورولي وو."

عبدالعلي، د کابل ښار بل اوسېدونکي هم وویل:

«دا د کابل لومړۍ واوره ده. زه چې خلک ګورم، ټول ډېر خوشاله دي، ځکه فکر کېده چې سږکال به ډېر وچ وي او ان د څښاک اوبه به هم په سختۍ پیدا شي.»

خو یو شمیر کابل ښاریان وايي، سږکال واوره ناوخته شوې او ژمی د پخوا په څېر واورین نه دی.

د کابل ښار د مکروریانو سیمې اوسېدونکې معصومې ازادي رادیو ته وویل:

"پخوا به دومره واوره ورېده چې کوڅې به بندېدې. د تګ راتګ لپاره به یې زینې او تونلونو په شان لارې جوړولې، څو خلک وتوانېږي تګ، راتګ وکړي."

کابلیان متل لري چې " کابل دې بې زرو وي، خو بې واورې دې نه وي."

خو دې واورې ته ټول یو شان خوښ نه دي، په ځانګړي ډول هغوی چې بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي.

ګل‌دسته، یوه له دوی څخه ده چې د خپلو ماشومانو او کورنۍ سرپرسته هم ده، دی ازادي رادیو ته وویل، سره له دې چې د واورې له ورېدو خوښه ده، خو د سونګ توکو د نه لرلو له امله ژمی پرې سخت تېرېږي:

" واورې ته خوشاله یو، ټول کابل خوشاله دی، خو د سونګ توکو په اړه ډېر اندېښمن یو. هوا سړه ده او همدا اوس زموږ په کور کې نه لرګي شته، نه سکاره او نه هم خس‌ او خاشاک. زړې موزې او بوټان سوځوو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د پنجشنبې په ورځ د دلوې دویمه نېټه خبرداری ورکړی چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې به د شمال‌ختیځو، سوېل‌ختیځو او مرکزي ولایتونو د تودوخې درجه راټیټه شي او خلک باید د سړې هوا پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

همدارنګه بېلابېلو نړیوالو بنسټونو هم په خپلو راپورونو کې سږنی ژمی د افغانانو لپاره سخت او ننګونکی بللی دی.

د دغو بنسټونو په وینا، په افغانستان کې میلیونونه کسان، په ځانګړي ډول بې‌وزلې او بې‌ځایه شوې کورنۍ، بېړنیو خوراکي مرستو، سون‌توکو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.