له پاکستانه د درملو پر وارداتو د بندیز دنافذیدو د مهلت په رانژدې کیدو سره ، دطالبانو د حکومت مالیې وزارت وايي چې له پاکستانه وارد شوي درمل د سلواغې له شلمې نیټې دهیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تیرې لړم میاشت کې کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د پاکستاني درملو واردات به په ۳ میاشتو کې منع شي.
افغانستان کې د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر یعقوب منګل وايي چې له دغه اعلان مخکې دافغانستان د اړتیا وړ ۶۰ سلنه درمل له پاکستان واردیدل.
مونږ هڅه کوو چې د درملو نیمګړتیاوې له هند، چین، بنګله دیش او مالیزیا څخه پوره کړو.
«مونږ هڅه کوو چې د درملو نیمګړتیاوې له هند، چین، بنګله دیش او مالیزیا څخه پوره کړو. د درملو له اړخه کومه ستونزه نلرو ، بدیل یې پخوا هم وو اوس هم شته، نورې هڅې هم کوو. »
افغانستان کې د طالبانو حکومت له سوداګرو غوښتي چې د پاکستان په ځای له نورو هیوادونو سره تجارت وکړي.
د مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ له سوادګرو اوله پاکستان څخه ددرملو له واردوونکو وغوښتل چې په ۱۹ ورځو کې دې خپل ټول اسناد او معاملې تصفیه کړي.
د طالبانو حکومت هڅه کوي چې دپاکستان په ځای له هند درمل وارد شي.
د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي نوي ډهلي ته د لړم میاشتې په پای کې د سفر په ترځ کې دهند د درملو دصادراتو د پراختیا له شورا سره خبرې وکړې.
د صنعت وزارت هغه مهال وویل چې هند غواړي افغانستان ته دخپلو درملو صادراتو ته پراختیا ورکړي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د شمیرو په اساس اوسمهال د درملو او طبی تجهیزاتو د جوړونې ۱۳۰ شرکتونه هیواد کې فعال دي او ۶۰۰ ډوله درمل جوړوي.
خو کابل کې د یوشمیر درملتونونو خاوندان وايي داخلي شرکتونه د هیواد ددرملو د اړتیاوو دپوره کولو لپاره کافي ظرفیت نلري.
دیوه درملتون او درملو جوړولو د شرکت خاوند شفیق وطنیار په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې دپاکستاني درملو په وارداتو له بندیز وروسته ، بازار کی د درملو کموالی رامینځ ته شو او بیې یې لوړې شوې.
اوسمهال بازار کې درمل کم دي او فکر نه کوم چې د خلکو اړتیا به ورباندې پوره شي خو په اوږدمهال کې یې امکان شته چې و به شي
« کله چې له پاکستانه د درملو پر واردولو بندیز اعلان شو ، پر درملو یې ډیراغیز وکړ، په ځانګړې توګه پاکستاني درمل ۵۰ سلنه ګران شول. اوسمهال بازار کې درمل کم دي او فکر نه کوم چې د خلکو اړتیا به ورباندې پوره شي خو په اوږدمهال کې یې امکان شته چې و به شي .»
د یوشمیردرملتونونو خاوندان وايی افغانستان کې د درملو جوړولو شرکتونو پخوا خام مواد له پاکستان واردول او په وینا یې تراوسه څرګنده نه ده چې لدې وروسته به دغه اړتیا څنګه رفع شي.