د کابل په برید کې دوه چینایان وژل شوي

په کابل کې د جنوري د ۱۹ مې چاودنه

په کابل کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د دوشنبې د ورځې په برید کې د دوو چینایانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او شاوخوا دیارلس نور ټپيان شوې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د یوه چینایي د وژلو او د بل د ټپي کیدو خبر و رکړی و.

د کابل په ګلفروشي کوڅه کې د چینایانو پر یوه رستورانت د ( جنوري په ۱۹ مه) له یوې چاودنې وروسته دا مرګ ژوبله اوښتې ده. داعش خراسان څانګې د دې برید مسوولیت منلی دی.

چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايانو امنیت تامین کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د (جنوري۲۰مه) ویلي،"بجینګ په فوري توګه له افغان چارواکو غواړي چې د دوشنبې د ورځې د برید د ټپیانو د درملنې لپاره د پام وړ هڅې وکړي او د چینايي وګړو د امنیت د تامین لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي".

بل پلو، چین خپلو اتباع ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.