تر یو زیات حجونه که له بې وزلو سره مرسته؟ دیني عالمان په دې اړه څه وايي؟

عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی

یو شمېر افغانان وايي، هغه کسان چې یو ځل یې فرضي حج ادا کړی او بیا یې هوډ لري، که خپل د سفر لګښتونه اړمنو سره مرستې ته ځانګړي کړي، دې سره به د ځینو بې وزلو ژوند ښه شي. ځیني دیني عالمان هم په همدې نظر دي خو یو شمیر دا هم وايي چې د فرضي حج د بیا ادا کولو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته. د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د ۱۴۰۵ کال لپاره د حج د متقاضیانو لپاره د نوم لیکنې د بهیر د پیل په اعلانولو له هغو خلکو چې یو ځل یې فرضي حج ادا کړی غوښتي چې بیا نوم لیکنه ونه کړي.

یو شمېر افغانان په دې باور دي چې افغانستان کې پراخو اقتصادي ستونزو، بې وزلۍ او بې کارۍ ته په پام، هغه خلک چې یو ځل یې فرضي حج ادا کړی او بیا یې هوډ لري، که خپل د سفر لګښتونه اړمنو سره مرستې ته ځانګړي کړي، دې سره به د ځینو بې وزلو ژوند ښه شي.

د بغلان ولایت یو اوسیدونکي حبیب الرحمن ازادي راډیو ته وویل:

"څوک چې د تګ، راتګ توان یې لري په ژوند کې یو ځل پرې حج فرض دی، د دوه یا درې ځله حج ادا کولو پر ځای غوره دا ده چې خلکو ته د منبرونو، پوهو او باخبره اشخاصو له لارې معلومات ورکړل شي چې دې کار ته ځانګړې شوې پیسې بې وزلو او بې وسو خلکو سره مرسته وکړي، چې لاسنیوی یې وشي."

یو بل افغان عبدالطیف هم ورته نظر لري:

ځینې یې پنځه ځله تللي دي. د سیالي بڼه یې غوره کړې، د دې لپاره چې افغانستان له اقتصادي پلوه متزلزل حالت کې دی

"په ځانګړې توګه زموږ په سیمه سمنګان کې، موږ داسي حاجیان هم لرو چې څلور وار یې نوم لیکنه کړې ده. قرعه کشي شوې او حج ته تللي دي. ځینې یې پنځه ځله تللي دي. د سیالي بڼه یې غوره کړې، د دې لپاره چې افغانستان له اقتصادي پلوه متزلزل حالت کې دی او بې وزلي او بې کاري خپل اوج ته رسیدلې ده، هغه کسان چې واقعاً حج پرې فرض شوی یو ځل ولاړ شي هیڅ ستونزه نه لري، موږ د دوی د تګ مخالف نه یو، خو که د بیا بیا تګ پیسې بې وزلو یا ټولګټو پروژو سره مرسته وکړي، ډیر به ګټور وي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د حج متقاضیانو لپاره د نوم لیکنې بهیر د جدې په ۲۴مه پیل شوی او د دلوې تر څلورمې پورې به دوام وکړي.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوه تازه بیان کې ویلي، هغه کسانو چې یو ځل یې فرضي حج ادا کړی دی د "نفلي حج" د ترسره کولو فرصت ورته نشته او ورڅخه یې غوښتي چې د ګډون او بیا نوم لیکنې څخه ډډه وکړي، ترڅو نورو ته فرصت برابر شي.

خو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د راتلونکي کال د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره به له افغانستانه څومره کسان سعودي عربستان ته ولېږل شي.

سږ کال له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

حاجي عبدالغفار چې سږ کال له کابل څخه د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره تللی و، وايي په مکرر ډول حج ته تلل د شخصي وړتیا او دیني احساس له مخې دي.

ده زیاته کړه چې د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره د ده پر سفر له دوه لکه او ۸۰ زرو افغانیو څخه ډیر لګښت راغلی و:

"څوک چې تیر کال تللي وي، سږ کال د تګ اجازه نه لرو ځکه چې ګڼه ګوڼه او تقاضا زیاته ده، هر څوک غواړي فرضي حج ته ولاړ شي، لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کیږي چې نه دي تللي، زموږ لګښتونه د هر کس لپاره، ۲ لکه او ۸۲ زره افغانۍ و، چې بانک ته ورکړل شوې وې، او هلته دولت له همدې پیسو زمونږ د خوړو، استوګنې او سفر لګښتونه ورکړل."

ځینې دیني عالمان هم وايي چې د حج څو ځله ادا کولو کې هیڅ خنډ نشته، او ځینې شتمن کسان د اړمنو سره د مرستې سربیره څو ځله حج هم کوي.

له دې ډلې استاد فضل من الله ممتاز ازادي راډیو ته وویل، د اسلامي شریعت له نظره، حج په ژوند کې یوازې یو ځل فرض دی او بیا بیا ادا کول یې مستحب ګڼل کیږي.

"چا چې یو ځل حج ادا کړی وي، د بیا ځلې حج کولو پر وړاندې یې خنډ نشته چې توان یې ولري بیا حج یا عمره کولای شي، نه له فقهي نظره کومه رایه شته، نه کوم حدیث، او نه هم د صحابه کرامو څخه کوم ثبوت چې دا په کې راغلي وي چې په ټولنه کې فقر وي خلک باید حج ته ولاړ نه شي، ډیری هغه کسان چې حج ته ځي متقی او خیرغوښتونکي خلک دي، دوی حج ته هم ځي او له خلکو سره مرسته او بې وزلۍ ته رسیدنه کوي."

خو ځینې نور دیني عالمان په دې باور دي چې په داسې شرایطو کې چې په ټولنه کې پراخه بې وزلي موجوده ده، له یو ځل فرضي حج ادا کولو وروسته، غوره ده چې د څو ځله حج کولو پر ځای اړمنو سره مرسته وشي.

دیني عالم او د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې غړي ډاکټر فضل الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل:

که چیرې په ټولنه کې یو غریب، اړمن یا یتیم وي، نو غوره ده چې له یو ځل فرضي حج ادا کولو وروسته له غریبو او اړمنو خلکو سره مرسته وکړي

"حج ادا کول له دیني فریضو څخه دي، او حج د اسلام پنځم رکن دی، هر مسلمان چې مالي او فزیکي توان ولري باید حج وکړي، خو هغو کسانو چې یو ځل یې حج کړی وي، که چیرې په ټولنه کې یو غریب، اړمن یا یتیم وي، نو غوره ده چې له یو ځل فرضي حج ادا کولو وروسته له غریبو او اړمنو خلکو سره مرسته وکړي."

مخکې له دې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې ویلي و چې په ځینو سیمو کې د فرضي حج او عمرې ورسته خلکو ته د لویو محفلونو جوړول او د سترو ډالیو ورکول دود شوي دي، هغه څه چې له مذهبي پلوه اړین نه دي، او دې لوړو لګښتونو د ځینې خلکو د فرضي حج او عمرې د ترسره کولو مخه نیولې یا یې ځنډولې ده.

نوموړي په دې فرمان کې چې لس میاشتې مخکې د طالبانو حکومت اړوند په الاماره ویب پاڼه کې خپور شوی و، لارښوونه کړې چې له دې "غیر ضروري لګښتونو او ناسمو دودونو له دوام" دې ډډه وشي.

یو شمېر افغانان داسې مهال د اړمنو خلکو د ملاتړ د لارو چارو په اړه خبرې کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې روان کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

«اوچا» زیاته کړې چې افغانستان به سږ کال هم د نړۍ له لویو بشري ناورینونو یو تجربه کړي.