د طالبانو حکومت :د کوچنیانو لپاره دولتي روزنتونونه پرانیستل شوي

د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره په لسګونو جلا روزنتونونه پرانیستي او له خصوصي روزنتونونو څخه ماشومان په دغو روزنتونونوکې د ښوونې او روزنې لپاره ځای پرځای کیږي.

د دې وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د یکشنبې په ورځ د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل چې تراوسه پورې دا ډول شپیته دولتي روزنتونونه په ټول افغانستان کې فعال شوي چې شاوخوا لس زره نجونو او هلکانو ته پکې په جلاتوګه ښوونه او روزنه ورکول کیږي.

هغه وویل، د دې کارهدف دادی چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د یوشمیرخصوصي روزنتونونو مسولینو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالب چارواکوپه شفاهي ډول ورته ویلي چې خپل روزنتونونه وتړي.