دامریکا او ایران ترمینځ کړکیچ ; ایراني مشرانو له خصومت ډکو خبرو ته زور ورکړ

تهران کې د مظاهرو په جریان کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې یو تصویر. ایران کې انترنت ته لاسرسی محدود شوی او بهر ته یې ډیر کم خبرونه رارسیږي.

د متحدو ایالاتواو ایران ترمینځ په لوړه کچه کړکیچ په داسې حال کې دوام لري چې د تهران تندلارو واکمنو له خصومت ډکو خبرو ته زور ورکړ او ګواښ یې وکړ چې د حکومت ضد لاریونوالو ته به د اعدام په شمول ترټولو سختې سزاګانې ورکړي.

دایران د اسلامي جمهوریت د رژیم ولسمشر مسعود پزشکیان چې فکر کیده نسبتا یو مینځ لاری مشر دی د یکشبنې په ورځ یې خبرداری ورکړ چې د هیواد په ستر مشر ایت الله خامنه ای برید به د جنګ د اعلان په معنا وي.

پزشکیان په خپله ایکسپاڼه ولیکل : "زموږ د هیواد پر ستر مشر برید د ایران د ملت په وړاندې د بشپړې جګړې په معنا ده."

دایران ستر مشر ایت الله خامنه ای دشنبې د ورځې په وینا کې د حکومت ضد لاریونو په ځپلو کې د مسعود پزشکیان ونډه وستایله.

ایت الله خامنه ای په خپله وینا کې دا هم تایید کړه چې ددغو لاریونونو په ترځ کې «څو زره کسان» وژل شوي دي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پولیتیکو خپرونې سره په مرکه کې چې دشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې په ایران کې دنوي مشرتابه په لټه کې شو.

په دې اړه نور: ټرمپ؛ د دې وخت دی چې په ایران کې د نوی مشر په لټه کې شو

ټرمپ زیاته کړه چې خامنه اي د زور زیاتي دیوې بیسارې کچې په کارولو سره ایران «په بشپړه توګه له مینځه وړی دی. »

ولسمشر ټرمپ مخکې هم څوځلې خبرداری ورکړی وو که چیرې دایران حکومت دلاریونوالو وژلو ته مخه کړي نو واشنګټن به یې په وړاندې اقدام وکړي .

ټرمپ ګواښ کړی وو چې که ایران لاریونوال اعدام کړي نو په «ډیرو پیاوړو اقداماتو» به لاس پورې کړي.

خو وروسته یې بیا وویل چې په ایران ځکه برید ونشو چې ایراني چارواکو د ۸۰۰ کسانو د اعدام حکم لغو کړ.

خو تهران دغه شمیر نه دی تایید کړی او دایی هم نه دي ویلي چې اعدامونه د تل لپاره لغو شوي دي.

دایران د قضایي قوې ویاند اصغرجهانګیر د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې اعدامونه کیدای شي بیاهم ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې دهغو کسانو په حق کې چې په وینا یې «محارب» دي، «تر ټولو سختې اسلامي سزاګانې» به نافذې شي.

د ازادي راډیو د خبر دمرکز د رپوټ په اساس ، دایران دبشري حقوقو سازمان چې مقر یې په ناروي کې دی تایید کړې چې لږترلږه ۳۴۲۸ لاریونوال د امنیتي ځواکونو لخوا اعدام شوي دي.

دغه راز په متحدو ایالاتو کې دایران دبشري حقوقو دفعالانو بنسټ د ۳۳۰۸ لاریونوال وژل کیدل او د ۲۴۰۰۰ نورو نیول کیدل تایید کړی او ویلي دي چې د ۴۳۸۲ نوروکسانو وضعیت د څیړنې لاندې دی.

د بشرد حقوقو د ملاتړ نورو بیلابیلوډلو د وژل شویو کسانو شمیر تردې څو ځلې زیات اعلان کړی دی.