ځوانان او انرژي ورکوونکي مشروبات

افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د انرژۍ ورکوونکو مشروباتو کارونه په څرګند ډول زیاته شوې ده.  یو شمېر ځوانان وايي چې هره ورځ له دغو مشروباتو استفاده کوي او سره له دې چې له زیانونو یې خبر دي، خو پرېښودل یې ورته اسانه نه دي.  ډاکټران خبرداری ورکوي چې د دې مشروباتو دوامدار استعمال روغتیا ګواښي.

انرژي ورکونکي مشروبات؛ د افغان ځوانانو د خوښې وړ څښاک، خو ډاکټران یې له خطرونو سره مل بولي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د انرژۍورکوونکو مشروباتو کارونه په څرګند ډول زیاته شوې ده.

خو ډاکټران خبرداری ورکوي چې د انرژي‌ورکوونکو مشروباتو دوامدار او ورځنی استعمال د بدن روغتیا ګواښي او د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

یو شمېر ځوانانو ازادي راډیو ته وویل، چې دا څښاک د شپې ویښی پاتې کېدو، ستړیا لېرې کولو، د تمرکز زیاتولو او ان د بدني ځواک لوړولو لپاره کاروي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل، سره له دې چې د دغو مشروباتو له زیانونو خبر دی، خو پرېښودل یې ورته ستونزمن دي:

هره ورځ له یوه تر درې پورې انرژي څښم، سره له دې چې د معدې ستونزه لرم او دا مشکل هم د همدې انرژۍ له امله رامنځته شوی

"هره ورځ له یوه تر درې پورې انرژي څښم، سره له دې چې د معدې ستونزه لرم او دا مشکل هم د همدې انرژۍ له امله رامنځته شوی، بیا یې هم څښم. هر څومره مې چې هڅه وکړه پرې یې ږدم، خو ونه‌شو."

روغتیايي پالان وايي د انرژي‌ورکوونکو مشروباتو پرېښودل ځکه ستونزمن دي چې په دې مشروباتو کې په ډیره اندازه کافین موجود دي او کولی شي جسمي او رواني روږديتوب رامنځته کړي.

فرشته، چې د انرژي‌ورکوونکو مشروباتو بله کاروونکې ده، د دغه څښاک د دوامداره استعمال د نورو پایلو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

زما تجربه دا ده چې ما نږدې څو کاله انرژي او ګاز لرونکي نوشابې استعمال کړې، تر دې چې د شپږو میاشتو لپاره په ډېر خطرناک جلدي حساسیت اخته شوم،

"زما تجربه دا ده چې ما نږدې څو کاله انرژي او ګاز لرونکي نوشابې استعمال کړې، تر دې چې د شپږو میاشتو لپاره په ډېر خطرناک جلدي حساسیت اخته شوم، چې د لاسونو او پښو په برخه کې و. په پیل کې ډاکټران نه شوای پوهېدلی چې لامل یې څه دی، تر دې چې د پوستکي ډاکټر د نوشابو له استعماله منع کړم. کله چې مې بیا وڅښلې، پوه شوم چې حساسیت مې لا ډېرېږي."

د روغتیايي پالانو په وینا، د انرژي‌ورکوونکو مشروباتو له حده زیات استعمال د قند او کافین د لوړې کچې له امله د بدن هورموني توازن ګډوډوي، د فشار کچه لوړوي، خوب ګډوډي، حافظې کمزورې کوي، ذهني وده کموي، د پوستکي ستونزې لکه دانې او التهاب زیاتوي او نورې ناروغۍ هم رامنځته کولی شي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عطاالله صیام وايي، د انرژي‌ورکوونکو مشروباتو ډېر استعمال د ځوانانو لپاره خطرناک دی:

د معدې ستونزې پیدا کېږي، د معدې هغه برخه چې له مرۍ سره تړاو لري زیانمنېږي

"د معدې ستونزې پیدا کېږي، د معدې هغه برخه چې له مرۍ سره تړاو لري زیانمنېږي، د ګردو لپاره ستونزې پیدا کوي، ځکه چې په دې انرژي‌ورکوونکو مشروباتو کې ډېر قوي مواد شامل وي. بله ستونزه یې دا ده چې سړی چاغوي او د بدن شکر لوړوي. همدارنګه د زړه ناروغۍ پیدا کوي، ځکه د وینې فشار لوړوي او د زړه د ټکانونو د ګډوډۍ لامل ګرځي."

د ډاکټر صیام په خبره، هغه کسان چې عادتاً له انرژي‌ورکوونکو مشروباتو استفاده کوي، باید هڅه وکړي چې ورو ورو د استعمال اندازه کمه کړي او پر ځای یې له سالمو او طبیعي بدیلونو لکه اوبو، د لیمو اوبو او شین چای څخه استفاده وکړي.

دی ټینګار کوي چې د عامه پوهاوي زیاتوالی، د کنټرولي مقرراتو وضع کول او ځوانانو ته د سالمو بدیلونو تشویق کولی شي د انرژي‌ورکوونکو مشروباتو د استعمال په کمولو او د ټولنې د روغتیا په ساتنه کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، له ۵۰ سلنې زیات انرژي‌ورکوونکي مشروبات په افغانستان کې تولیدېږي او لږه اندازه یې له نورو هېوادونو واردېږي، ځکه د ده په وینا د دغو مشروباتو پر وارداتو تعرفه نږدې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

ښاغلي الکوزي که څه هم د دغو مشروباتو د کلني سوداګرۍ د کچې په اړه جزیات ورنه کړل، خو تاییدوي چې په دې وروستیو کې یې استعمال زیات شوی دی.

د علمي څېړنو له مخې، انرژي‌ورکوونکي مشروبات چې د فعالیت د لوړولو د محصولاتو په توګه بازار ته وړاندې کېږي، په ډیره اندازه کافین، قند او نورو محرک موادو لري.

په افغانستان کې دغو څښاک ته اسانه لاسرسی او پراخه بازارموندنه، دا محصولات په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره ډېر جذاب کړي دي.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د تنکیو ځوانانو لپاره د انرژي‌ورکوونکو مشروباتو پر پلور او استعمال محدودیتونه لګول شوي دي.

په ځینو هېوادونو کې د ټاکلي عمر څخه کم کسانو ته د دغو مشروباتو پلور منع دی او یا هم د روغتیايي خبرداري لیکنې پرې لیکل کېږي، خو په افغانستان کې دا څښاک چې په بېلابېلو نومونو او ډولونو موندل کېږي، په پراخه کچه او له کوم محدودیت پرته ټولو ته د لاسرسي وړ دی.