په ملګرو ملتو کې د امریکا استازي خبرداری ورکړ چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ خپلې ژمنې عملي کوي او ښکاره یې ویلي دي چې په ایران کې د وینو د بهیدو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه په میز ورته پراته دي.
مایک والټز د پنجشنبې په ماښام( د جنوري ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې هېواد یې د ایران د زړورو خلکو ترڅنګ دریدلی دی.
هغه ټینګار وکړ چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر ضد د تاوتریخوالي او ځپلو کچه کولی شي د نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي پایلې ولري.
ښاغلي والټز د ایران هغه ادعاوې رد کړې چې وايي دا اعتراضونه د بهرنۍ توطیې برخه ده. نوموړي بیا وویل چې د ایران رژیم اوس تر بل هر وخت کمزوری دی او همدا علت دی چې دا ډول درواغ وایي.
ښاغلي والټز همداراز وویل، د ایران حکومت ادعا کوي چې له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو کړنې یې بل څه ښيي.
د امنیت شورا د دې غونډې په پیل کې، چې د امریکا په غوښتنه جوړه شوې وه یوشمیر ایراني فعالانو هم خبرې وکړې.