د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايی د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د سرحداتو تړل له امنیتي اړخه یوه لاس ته راوړنه ګڼل کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۵ مه) په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د دواړو هیوادونو د پولو له تړل کیدو سره سوداګري ته زیان اوښتی خو که چیرې د دغې پریکړې په نتیجه کې د تروریستی بریدونواو تلفاتو مخه نیول شوي وي نو له امنیتي اړخه دا کار د توجیه وړ دی.
ښاغلي اندرابي ټینګار وکړ چې په وینا یې له افغانستان څخه را ټوکیدونکی تروریزم د دواړو هیوادونو ترمینځ یواځنۍ لانجمنه مسئله ده.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د اړیکو رغول غواړي خو په دې شرط چې د افغانستان خاورې څخه د تروریستي بریدونو لپاره کار وانخیستل شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا تورونه په مکرر ډول رد کړي او ویلي یې دي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان له خاورې بل هیواد ته ګواښ متوجه کړي.
د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمینځ د تیراکتوبر د یوولسمې له سختو نښتو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمینځ ټولې تجارتي لارې تړل شوي دي.
سره لدې چې د دواړو هیوادونو استازیو د اختلافاتو د حل لپاره په دوحه ، استانبول او ریاض کې خبرې وکړې خو کومه مشخصه نتیجه یې نه ده ورکړې او تجارتي لارې تراوسه هم بندې پاتې دي.