لسګونه پاکستانیان له ایران خپل هیواد ته ستانه شوي

تفتان،د پاکستان او ایران ترمینځ پوله ، پاکستاني زیارت کوونکي خپل هیواد ته د ستنیدو په حال کې ، ارشیف

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له کبله هلته مېشت لسګونه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) د تحقیقاتو د فډرالي ادارې (اېف ای اې) د یوه چارواکي بالاچ یعقوب له قوله لیکلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰ زیات پاکستانیان له ایرانه بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا دا هغه پاکستانیان دي چې یا یې د ایران په پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کولې او یا هم د زیارت لپاره هلته تللي ول.

پاکستاني چارواکي تمه لري چې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) به هم د ۵۰ زده کوونکو یوه بله ډله له ایرانه پاکستان ته ستنه شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پیغام کې ویلي وو چې له پاکستانه دې خلک ایران ته "غیر ضروري سفر" نه کوي او هلته مېشت پاکستانیان دې هم له "احتیاطه" کار واخلي.