ټرمپ : دایران په اړه "پیاوړو انتخابونو" باندې غور روان دی ; عراقچي: هم خبرو او هم جنګ ته تیار یو

تهران کې د عدلي طب دیوه ساختمان مخې ته په کڅوړو کې د مرګونو لاریونونو د لسګونو قربانیانو جسدونه.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وايی د ایران په هکله " ډیرو پياوړو " انتخابونو باندې غور کوي، تهران وايي امریکا سره هم خبرو او هم جګړې ته چمتوالی لري.

په عین حال کې رپوټونه وايی په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو په ترځ کې سلګونه یا ممکن زرګونه کسان وژل شوي دي.

ټرمپ وړمه ورځ خبریالانو ته وویل چې دامریکا پوځ د لاریون کوونکو دملاتړ په لارو چارو فکر کوي.

بلخوا ، د ټرمپ او نوروامریکايی چارواکو له مکررو ګواښونو وروسته ، دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون وویل چې ایران هم جګړې او هم خبرو ته امادګي لري.

په داسې حال کې چې نا تایید شوي رپوټونه وايی چې په تیرو ۱۵ ورځو کې ددغو مظاهرو په ترځ کې څه دپاسه ۵۰۰ کسان وژل شوي ، دبشري حقوقو سازمانونه وايی د مړو شمیر کیدای شي څو چنده لوړ وي.

دا پاڅون چې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې د ایران د مذهبي واکمنۍ لپاره یو له سترو ننګونو ګڼل کیږي، د انفلاسیون د زیاتوالي او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني ریال د بې ساري لویدلو له کبله پیل شو خو وروسته یې د حکومت ضد پراخ اعتراض بڼه غوره کړه.