د پاکستان د تجارت وزارت اعلان وکړ چې هغه افغان ټرانزیت تجارتي مالونه چې د کراچۍ او ګوادر بندرونو او نورو سرحدي لارو کې بند پاته دي کیدای شي د صادروونکو په غوښتنه له هر بندر بیرته صادرشي.
د تجارت وزارت دا پریکړه وروسته لدې وکړه چې د فدرالي عوایدو ادارې په دې برخه کې ځانګړې استثناء ومنله.
افغان سوداګرو مخکې ویلي وو چې د ملیارډو ډالرو په ارزښت ددوی زرګونه کانتینر مال یواځې د کراچی بندر کې بند پاته دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د تجارت وزارت دنوې پریکړې په هکله تراوسه څه نه دي ویلي خو دافغانستان او پاکستان ترمینځ ټولې تجارتي لارې تقریبا درې میاشتې کیږي چې تړل شوي دي اوددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.
په تیرې اکتوبر میاشت کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.
د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي.