د طالبانو د حکومت دلوړو تحصیلاتو وزیر عمان ته سفر وکړ

د عالي تحصیلاتو وزیر ندا محمد ندیم ، ارشیف

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ پرون یکشنبه عمان ته ولاړ.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به د عمان له چارواکو سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د علمي تجربو پر تبادلې خبرې وکړي.

تر دې سفر څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو د پراختیا په موخه ټیلفوني خبرې هم سره کړې وې.

امیرخان متقي په هغو خبرو کې خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړه.

عمان هغه اسلامي هېواد دی چې نجونې په کې د تحصیل تر څنګ د کار او رایې حق لري، خو د طالبانو حکومت واک ته له رسیدو وروسته نجونې او ښځې د تحصیل او کار له حقه تر ډیره محرومې کړې دي.