د ایران له لورې واشنګتن ته د ځوابي برید خبرداری

جنوري ۱۰ مه-۲۰۲۶- په مشهد کې اعتراضونه

ایران نن یکشنبه د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ، که پر ایران هر راز برید وشي، تهران به یې په ځواب کې پر اسراییل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو حملې وکړي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلمان غونډې ته وویل چې ځوابي برید د ایران مشروع حق دی.

رویټرز اژانس د سرچینو په وینا خبر ورکړ چې په ایران کې د پراخو لاریونونو په ملاتړ د امریکا د احتمالي مداخلې په خاطر اسراییل د تیارسی په حالت کې دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په خپله ټولنیزه شبکه، تروت سوشل کې ولیکل چې «ایران ښايي تر بل هر وخت ازادۍ ته نژدې شوی وي او د امریکا متحد ایالتونه د مرستې لپاره چمتو دي.»

په ایران کې د روانو اعتراضونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمیر په امریکا کې د بشري حقونو د میشتې ډلې( هرانا) په وینا یو سل او شپاړسو ته ورسید.