د بشري حقونو ادارو په ایران کې د اعتراض کوونکو پر ځپلو اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر، فولکر تورک، په یوه اعلامیه کې په ایران کې د اعتراضونو په ترڅ کې له تاوتریخوالي د کار اخیستو او په ټول هېواد کې د انټرنیټ د پرې کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

هغه د نړیوالو قوانینو له مخې د سوله‌ییز اعتراض حق ته په اشارې وویل: «د ټولو مرګونو پېښو په اړه باید بېړنۍ، خپلواکې او شفافې څېړنې وشي. د بشري حقونو د هر ډول سرغړونې له عاملانو سره باید د نړیوالو معیارونو او اصولو له مخې محاسبه وشي.»

نوموړي په درست ایران کې د انټرنیټ پرچاو کېدا د بیان ازادۍ خلاف او معلوماتو ته د لاسرسي خنډ وباله او ویې ویل چې دا کار د هغو کسانو پر فعالیت منفي اغېز کوي چې د بشري حقونو سرغړونې مستندوي، همداراز د ضروري او بېړنیو خدمتونو لاسرسی هم اغېزمنوي.

د پنجشنبې له ماښام (د مرغومي ۱۸) راهیسې، په ایران کې انټرنیټ او د اړیکو لارې په بشپړه توګه پرې شوې دي.

همداراز د بشري حقونو نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار ادارې هم د جمعې په ورځ د ایراني معترضانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

دې دواړو بنسټونو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې ایراني چارواکو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۲۸مې (د مرغومي له ۷مې) راهیسې په ټول هېواد کې په خونړي ډول معترضان ځپلي، چې پکې د امنیتي ځواکونو له لوري د زور او وسلو ناقانونه کارول، او پراخې او خپل‌سري نیونې شاملې دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د سپاه پاسداران او پولیسو په ګډون، امنیتي ځواکونو، په غیرقانوني ډول له ټوپکونو، چره‌يي وسلو، اوبو شیندونکو موټرو، اوښکې‌بهېدونکي ګاز او وهل‌ټکولو څخه کار اخیستی، تر څو زیاتره سوله‌ییز معترضان تیت پرک، ووېروي او مجازات کړي.»

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار زیاته کړې:
«د ایران خلک، چې په زړورتیا سره د لسیزو ځپنې پر وړاندې خپله غوسه څرګندوي او بنسټیز بدلونونه غواړي، یو ځل بیا له داسې خونړي چلند سره مخامخ دي چې پکې امنیتي ځواکونه په ناقانونه ډول پر معترضانو ډزې کوي، هغوی نیسي او وهي ټکوي.»

د بخښنې نړیوال سازمان په جلا اعلامیه کې د ایران د انټرنیټ پرې کېدل د حکومت هڅه بللې چې د معترضانو پر وړاندې د خونړۍ ځپنې کچه پټه کړي، او دا اقدام یې غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د انټرنېیټ پرې کېدل یو «بشپړ قصدي» اقدام دی او دا حالت د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو مخه نیسي، لکه د امنیتي ځواکونو له لوري ناقانونه وژنې، او د دغو دولتي جرمونو لپاره د معافیت دوام ته لاره هواروي.

د بخښنې نړیوال سازمان د وژل شویو کسانو د شمېر د زیاتېدو په اړه د راپورونو په یادولو سره په نړیواله کچه د بېړنیو دیپلوماتیکو اقداماتو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې «د انټرنېټ د پرې کېدو تر سیوري لاندې، چې امنیتي ځواکونو ته د سرغړونو لپاره پوښ برابروي، د لا ډېرو وینو تویېدو خطر شته.»

په ایران کې د معترضانو ګواښل

سره له دې چې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې، خو د ایران د حکومت چارواکو خپل ګواښونه لا زیات کړي دي.

د تسنیم ټیلیګرامي چینل او د ایران دولتي رسنۍ، چې له ایران څخه بهر هم لاسرسی ورته شته، په پراخه کچه د اعتراضونو تصویرونه خپروي او د «بلوا، ناامنۍ، ورانکارۍ او د پوځي او امنیتي ځواکونو د شهادت» یادونه کوي.

د سپاه پاسداران استخباراتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د دې وضعیت دوام د منلو نه دی.»

د ایران د استخباراتو وزارت هم له خلکو غوښتي چې هغه کسان وروپېژني چې دوی یې «د امریکا او صهیونیستي رژیم اجیر ترهګر او ورانکاران» بولي.

همداراز د ایران د قضایي قوې مشر غلامحسین محسني اژه‌يي د شمالي خراسان په اسفراین ښار کې د یوه څارنوال او د یو شمېر امنیتي ځواکونو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې «د بلواګرو او ګډوډوونکو عناصرو سزا به په کلکه، تر ټولو سخته او له هېڅ قانوني نرمښت پرته عملي شي.»