په ډیلي کې طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل او د هند او طالبانو د اړیکو د تودېدو عوامل

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت

نوراحمد نور وروسته له هغه په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت واګې په لاس کې اخلي چې په وروستیو کې د طالبانو درې مهم وزیران د هند په رسمي بلنه دغه هیواد ته لاړل.

د طالبانو حکومت خپل یو دیپلومات نوراحمد نور د نوي ډیلي په سفارت کې د سرپرست یا شارژدافېر په توګه ګومارلی دی؛ دا د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته د دوی لومړنی دیپلومات دی چې هند ته یې استوي. نور احمد نور، چې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې رییس و، د خپلې نوې دندې د پیل لپاره د هند پلازمېنې ته رسېدلی دی.

نوموړی د طالبانو له باندنیو چارووزیر امیرخان متقي سره د هند د یو اوونیز سفر په لړ کې د طالبانو په پلاوي کې شامل و.

نوراحمد نور وروسته له هغه په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت واګې په لاس کې اخلي چې په وروستیو کې د طالبانو درې مهم وزیران د هند په رسمي بلنه دغه هیواد ته لاړل.

د تېر کال د اکتوبر په دوهمه اوونۍ کې هند ته د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفره وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته لاړ. د نوموړي د دې سفر په ترڅ کې یوه افغان شرکت له یوې هندۍ‌ کمپنۍ سره د درملو سکتور کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک‌ لاسلیک کړ. ورپسې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته لاړ.

هند ته د طالب چارواکو له سفرونو سره هممهاله د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینکلې شوې. ځینې کتونکي د هند او طالبانو اړیکې د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا سره بې ارتباطه نه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی او ژورنالیست سمیع یوسفزی هم دې موضوع ته اشاره کوي او وايي چې هند طالبانو ته د یوه قوت په سترګه ګوري او طالبان بیا له دې اړیکو سیاسي ګټه اخلي:

«زما په نظر د افغانستان د موجوده حکومت او هند ترمنځ د تعلقاتو د ګرمېدو شا ته د سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د خلکو تر رابطې زیات د پاکستان او طالبانو ترمنځ بحراني روابط او تعلقات دي. له طالبانو سره د هند اړیکې له هغې ورځې زیات شوي چې د پاکستان او طالبانو اړیکې خړ پړ شوي دي. اوس د افغانستان او پاکستان اړیکې داسي پړاو ته رسېدلي چې دوی یو بل پاروي»

هندي رسنۍ په ډیلي کې د شارژدافېر په توګه د نوراحمد نور ګومارنه د افغانستان د طالبانو د حکومت او هند ترمنځ د اړیکو د پراخولو د هڅو دوام بولي، په ځانګړي ډول د بشري مرستو او روغتیا په برخو کې.

د دسمبر په ۲۰مه، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي و چې هند د افغانستان د اړتیا وړ درملو پر یوه مهم شریک بدل شوی، ځکه له پاکستان سره اړیکې «خرابې شوې» دي. نوموړي وویل چې افغانستان غواړي له هند سره د همکارۍ «نوی باب» پرانیزي. ده د دواړو هېوادونو اوږدمهاله اړیکې او د روغتیا په برخه کې د هند د باور وړ رول وستایه.

دا څرګندونې هغه مهال وشوې چې نوموړی په نوي ډیلي کې د روغتیا نړیوال سازمان د دودیزې درملنې په دوهمه نړیواله سرمشریزه کې د ګډون لپاره هند ته تللی و. د دې سفر پر مهال، هند یو ځل بیا له افغانستان سره د دوامدارو بشري مرستو ژمنه تازه کړه، او ټینګار یې وکړ چې د درملو او روغتیايي مرسته د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم بنسټ جوړوي.

د طالبانو او هند ترمنځ د اړیکو له نژدې کېدو سره سره هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.