په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو افغان کډوال وايي د افغانانو د نیولو او جبري ډیپورټ د لړۍ شدت یې ژوند سخت ستونزمن کړی او ان ماشومان یې د دې وضعیت له امله ښوونځیو ته له تلو پاتې شوي دي.
نوموړي چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي شنبه د جنورۍ ۱۰مه ازادي راډيو ته وویل ان هغه افغانان چې ویزه لري هم د پولیسو له ناوړه چلنده په امن نه دي.
( موږ دلته له سختو ستونزو سره مخ یو، زما اولادونه چې د ښوونځي په دوهم ټولګي کې وو اوس د افغانانو د ډیپورټ کولو له امله ښوونځي ته له تلو محروم شوی دی، موږ د داسې پېښو شاهدان هم یو چې ان له ویزه لرونکي کسان هم نیول شوي دي. کوم ځای کې چې زه اوسیږم له دې ځایه ډېر کسان ډیپورت شوي دي.)
په همدې ښار کې بل میشت افغان خبریال احمد صمیم نعیمي وايي پّ وروستیو کې ورځو کې په دې هیواد کې د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوې او د پلازمینې له بیلابیلو سیمو افغانان نیول کیږي او د حاجي کمپ په نوم د ډیپورټ مرکز ته استول کیږي.
نعیمي ازادي راډیو ته ویلي چې نوموړی هم تر دې مخکې نیول شوی و.
(له بده مرغه وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، په ځانګړي ډول هره ورځ افغانان نیول کیږي، همدا نن سهار هم یو افغان خبریال د پولیسو له لوري نیول شوی دی، زه هم مخکې نیول شوی وم خو وروسته د رسنیزو همکارانو په هڅو بېرته راخوشې شوم، ستونزه ټوله د ویزو نه تمدید جوړه کړې ده چې له یوې خوا دوی د ویزې تمدید بند کړی او له بل لوري یې د نیولو لړۍ تېزه کړې ده.)
یو شمېر افغان پناه غوښتونکې ادعا کوي چې پولیس هره ورځ په نظامي او شخصي لباسونو کې ورځي او دوی ځیني، او په یو شمېر مواردو کې له نیول شویو کسانو پیسې اخیستل کیږي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د خپل سرو نیونو او جبري ډیپورټ لړۍ سملاسي ودروي.
دغه سازمان د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په یو سر خلاصي لیک چې د جنورۍ په ۹ مه د بښنې نړیوال سازمان په ویب پاڼه خپور شوی د هغه هېواد له چارواکو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو شړل ودروي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغه کسان چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري د نړیوال بشري حقونو له قانون سره سم خوندي شي.
دا سازمان زیاتوي چې پاکستاني چارواکي باید ډاډ ورکړي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو حقونه خوندي دي، په ځانګړې توګه خپل سري نیول او د کډوالو له کمپونو او د هغوی د استوګنې ځایونو څخه د شړلو څخه ډډه وشي.
په راپور کې راغلي چې دغه راز د افغانانو د پیسو او شخصي شتمنیو د لېږد پر وړاندې سخت محدودیتونه لګېدلي او په ډېرو مواردو کې خلکو ته د خپلو وسایلو او مالونو د راټولولو فرصت نه دی ورکړل شوی.
له دې وړاندې د بې پولې ډاکترانو سازمان آیم آیس آی هم په پاکستان کې د پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې د ایستلو ویره په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره مرګونې پایلې لري.
دغه سازمان د جنورۍ په ۷مه په یوه راپور کې ویلي ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو پراخ کمپاین دوی د روغتیایی خدمتونو ترلاسه کولو او د نیول کیدو خطر ترمنځ سرګردانه کړي.
په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو تر دې مخکې له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې په عملي ډول په پاکستان کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې د راپور له مخې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له پاکستانه نهه لکه دیرش زره افغانان افغانستان ته اخراج شوې دي.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د تېر جمهوري حکومت یو شمېر امنیتي ځواکونو، خبریالانو او مدني فعالانو د امنیتي او سیاسي ستونزو او دغه راز د کډوالۍ د دوسیو د پرمخ وړولو لپاره پاکستان غوره کړو خو له تېرو نږدې اوه میاشتو راهیسي په هغه هیواد کې د افغانانو د ویزو د نه تمدید له امله دوی د نیولو او ایستلو له جبري ډیپورټ سره مخ دي.