روسیې پر اوکراین د اتومي وړتیا لرونکي توغندي برید وکړ

روسیې د اوکراین د لوېدیځ پر لور یو نوی اټومي وړتیا لرونکی بالستیک توغندی، چې څو جنګي سرګلولې لري، توغولی دی.

دا برید د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د هغو پراخو حملو برخه وه چې ګڼ اوکرایني ښارونه، په ځانګړي ډول پلازمېنه کیف، یې وځپل.

په دې بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت د جنورۍ په ۹مه وویل چې د «اورېشنیک» په نوم دا توغندويي حمله د اوکراین د یوې ادعا شوې ډرون حملې په غبرګون کې شوې، چې ګواکې د تېر دسمبر په وروستیو کې یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استوګنځای په نښه کړی و. کیف دا ادعا رد کړې ده او د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (CIA) هم دا تور ناسم بللی دی.

د اوکراین هوايي ځواک تر نیمې شپې لږ مخکې خبرداری ورکړی و چې ښايي د روسیې له «کاپوستین یار» ازمیښتي مرکز څخه توغندی وتوغول شي. وروسته یې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې روسیې یو ډېر چټک بالستیک توغندی توغولی دی.