د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړ

ارشیف

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدی وایي، د ناامنۍ د تلپاتې حل لپاره باید د خیبر پښتونخوا د امن جرګې سپارښتنې عملي شي، او داسې ونه شي چې یوازې په یو اړخیزو پرېکړو او یا مطبوعاتي کنفرانسونو تکیه وشي.

تر دې وړاندې، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (DG ISPR) مشر په یوه خبري کنفرانس کې په سیمه کې د پوځي عملیاتو په اړه د تحریک انصاف ګوند پر دریځ نیوکه کړې وه او ویلې یې و چې په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په دې ایالت کې د پوځ د عملیاتو مخالفت کوي.

سهیل افریدي پرون د جنرال شریف چوهدري د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل چې امنیت د خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان ګډه موضوع ده، او د ټینګښت لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره پکار ده، چې پکې سیاسي ګوندونه، پښتانه مشران او نور اغېزمن شخصیتونه شامل وي.

نوموړي زیاته کړه چې پرېکړې باید د شخصي ګټو پر بنسټ او یا هم د تړلو دروازو شاته ونه شي، بلکې د ټولو اړخونو او د هغوی د استازیو په ګډون د ګډو او ټولشموله تګلارو له لارې وشي.

د خیبرپښتونخوا ایالت ډیری برخې ناامنې دي.