طالبان: په چاه اب کې د اعتراضونو په ترڅ کې ۴ تنه وژل شوي

د چاه اب د سروزرو له کان سره اعتراض-ارشیف

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې د تخار په چاه اب ولسوالي کې د یوه قراردادي شرکت او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د رامنځته شوي اخ و ډب له امله څلور تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

عبدالمتین قانع نن د دې پیښې په تړاو چې د جمعې په ورځ شوې، د دوو تنو د نیولو خبر هم ورکړ.

د ښاغلي قانع په باور په وژل شویو کې درې تنه د سیمې اوسیدونکي دي او یو تن د قراردادي شرکت کارکوونکی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې د اوس لپاره د سرو زرو د دې شرکت کارونه دریدلي او د پولیسو تحقیقات ادامه لري.