طالبان په تخار کې د سرو زرو د کان د لانجې تحقیقات پيلوي

په چاه اب کې د سرو زرو د کان د شرکت پرضد خلکو لاریون

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان وکړ چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالي کې د ځایي خلکو او د سرو زرو د کانونو د یوه شرکت ترمنځ د وروستۍ نښتې د څېړلو لپاره یو ولایتي پلاوی ټاکل شوی دی.

د وزارت ویاند همایون افغان کورنیو رسنیو ته نن سې شنبې وویل چې د دې نښتې له امله هم مرګ ژوبله شته او هم مالي زیانونه رسیدلې دي.

د چاه اب ولسوالي یو شمیر اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د سرو زرو شرکت د دوی په کرنیزو مځکو او د استوګنې په سیمو کې کیندنې کولې چې له امله یې اعتراضونه پيل شول او د نښتو پرمهال لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.

ازادي راډيو په سیمه کې د خبریال نه لرلو له امله په خپلواکه توګه دا شمیره نه ردولی شي، نه تاییدولی شي.