باجوړ کې یو تن ووژل شو  او د دوو پولیسو په ګډون درې کسه ټپیان شول

د باجوړ پولیس ، ارشیف

د پاکستان د خيبرپښتونخوا باجوړ کې ناڅرګنده وسلوالو پرون یو تن وواژه او د دوو پولیسو په ګډون يې درې کسان ټپیان کړل.

د باجوړ پوليسو وياند محمد اسرار د ازادي اروپا راډیو / مشال څانګې ته وویل چې پرون سهار وختي ناڅرګنده وسلوالو باجوړ کې د پوليسو پر یو چيک پوسته بريد وکړ چې پکې يو عام وګړی ووژل شو.

اسرار وايي د وسلوالو په ډزو کې د يو ځاي ښوونځي چوکېدار او دوه پوليس هم ژوبل شوي دي. ده زیاته کړه چې ترهه ګري ضد اقداماتو په ترځ کې پلټنې پيل شوي دي.

دبرید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو تحریک طالبان پاکستان یا TTP په باجوړ کې فعالیت لري .

د باجوړ په تنګي سالارزو کې د يادې پېښې او ناامنۍ خلاف مظاهره شوې او له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه شوې.

باجوړ د خیبر پښتونخوا یوه له هغو سیمو ده چې په پرلپسې توګه پکې د ناامنۍ پېښې رامنځ ته کېږي. ځايي خلکو وخت پر وخت د احتجاجونو پر مهال حکومت او امنیتي ادارې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پر فعالیتونو سترګې پټوي.

خو حکومتي او امنیتي چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د امن ټینګښت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.