له پاکستانه افغانستان ته د بشري مرستو استول شوی کاروان لا هم په تورخم کې ولاړ دی

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي تایدوي چې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په بشري مرستو بار د موټرو کاروان ته یې په تورخم د اوښتلو اجازه نه ده ورکړې.

په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، جمعه د سمبر دوهمه، سهار ازادي راډیو ته وویل:

"د «ډبلیو اف پي» زیات تعداد موټر راغلي وو چې په کې غنم، ځینې درمل او نور توکي وو،هغه مو ایسار کړي، ځکه چې موږ ته له کابله اجازه نه ده شوې، ویلي چې که هغه د ډبیلو اف پي او که نورو سوداګریز موټر وي، ورته اجازه نشته، اوس هم موټر هغه لوري ته ولاړ دي خو له مرکزه د اوښتو اجازه ورته نشته."

په تورخم کې ځینو نورو طالب سرچینو ازادي راډیو ته وویل، که څه هم له پرون راهیسې څو ځلې د دواړو خواوو تر منځ خبرې شوي خو زیاتوي، له کابله د حکومتي چارواکو لخوا ورته ویل شوي چې تر څو د دوی په خبره، « د پاکستان لخوا قوي ضمانت تر لاسه شوی نه وي په هېڅ پلمه» له پاکستانه افغانستان ته د لارو پرانیستو اجازه نشته او دا د موټرو کاروان لا هم ولاړ دی.

د طالبانو حکومت ویاند او مرستبال یې حمدالله فطرت د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابيد دسمبر په ۳۱ مه خپل اونيز کنفرانس کې خبریالانو ته وويل، پاکستان د ملګرو ملتونو په غوښتنه پر تورخم په بشري مرستو بار لاريو ته دروازه پرانېستله، خو طالبان دغو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ده ورکړې.

‏اندرابي وویل چې د ډسمبر په لومړۍ نېټه په ۹ لاريو بار بشري مرستې له جمرود ترمينل څخه د تورخم پر لور وخوځېدې.

د طالبانو حکومت داسې مهال له پاکستانه افغانستان ته د دې کاروان د اوښتو مخه نیولې چې په اکتوبر میاشت کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورند پر کرښه تر نښتو ورسته د پاکستان حکومت افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.

د طالبانو حکومت هم د دې اقدام په غبرګون کې اعلان کړی چې تر څو له پاکستانه دا تضمین اخیستل شوی نه وي چې له دې وروسته به له افغانستان سره لارې د هېڅ سیاسي فشار لپاره نه کاروي، دا لارې به دغه شان تړلې وي.

دا مهال یوازې په پاکستان کې میشت افغان کډوال له دې لارو افغانستان ته ایستل کېږي.

په ورته وخت کې په تورخم کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) یو کارکوونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، هم دا موضوع تایید کړه خو ټینګار یې وکړ چې دوی په اوسنیو شرایطو کې پر راستنو شویو د وېش لپاره د خپلو همکارو ادارو دې مرستو ته جدي اړتیا لري:

"هو دا موټرې تورخم ته راښکته شوي، خو د اوښتو اجازه ورنه کړل شوه، دوی (طالبانو) دلیل ورته دا وښوده چې موږ یو قوي تضمین غواړو، اوس هم پرې پټې او ښکاره خبرې روانې دي، خو تر اوسه موټر لا ولاړ دي، د اوسنیو شرایطو کې کډوال او بیرته ستنېدونکي دې مرستو ته ډېر اړمن دي، ځکه دوی دې حالاتو کې نه کور لري نه خیمې ورکول کېږي، نو خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دسمبر په ۳۰مه خبرداری ورکړ وو چې په راتلونکي میلادي کال کې به شاوخوا ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا په راپور کې ویل شوي وو چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه وي.

راپور کې دا هم راغلي وو چې کمزوری اقتصاد، په بنسټیزو خدمتونو کې د پانګونې کموالی او د وګړو د حقونو پرله‌پسې محدودېدو، په افغانستان کې د ډېرو خلکو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی دی او د خوړو د ناامنۍ له زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې ستنېدنې، د اقلیمي بدلون له امله وچکالۍ او پرله‌پسې طبیعي پېښو دا وضعیت یې لا پېچلی کړی دی.