په افغانستان کې وروستیو اورښتونو او سیلابونو د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي زیانمن کړي دي.
ځینو دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې له دې امله یې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او بېسرپناه شوي دي.
د هرات ولایت د شیندند ولسوالۍ اوسېدونکي یونس ازادي راډیو ته وویل:
"کورونه په بشپړ ډول تر اوبو لاندې شوي، شکر دی چې ځاني تلفات نه لرو، خو مالي زیانونه ډېر زیات دي. کورونه اوبو نیولي، ټول خلک زیانمن شوي او اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي."
د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د یو سیلاب ځپلې سیمې اوسېدونکی، شیر احمد وایي چې د دوی په سیمه کې هم ټول کورونه اوبو نیولي دي:
"سیلابونه کورونو ته ننوتي، انګړونه یې ویجاړ کړي او ډېر تاوانونه یې اړولي دي. له حکومته غواړو چې زموږ کورونه بېرته ورغوي او د سیلابونو د راوتلو مخه ونیسي."
د دوی په خبره، که پر وخت مرستې ونشي د سختې یخنۍ له امله د بشري ناورین خطر موجود دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې ورځو کې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو د کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د جنوري په لومړۍ نېټه، په یوې اعلامیه کې ویلي چې د سر د زیانونو ترڅنګ د ورښتونو له امله ۲۷۴ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵۶۰ نور کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې همدارنګه د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله د ۱۲۰۰ څارویو د تلف کېدو او نږدې ۱۴ زره جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو خبره هم کړې ده .
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو درې ورځو کې د دغو اورښتونو او سېلابونو له امله ۱٬۸۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې او ۲۱۹ کورنۍ بېځایه شوې دي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانمن دی او اوسېدونکي یې وخت ناوخت د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د سختو بارانونو او سیلابونو له امله، له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کېږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای، او ایم) هم وایي چې افغانستان هر کال له طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو سره مخامخ کېږي او په ټکو یې اقلیمي بدلونونو د دغو پېښو شدت او پایلې لا زیاتې کړې دي.