د سالنګ لویه لار د وړو موټر پرمخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار-ارشیف

د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د حفظ او مراقبت د مسوولینو د هڅو په ترڅ کې یوه لیکه سړک پرانیستل شوی دی چې د سالنګ دواړو لوریو ته ولاړو مسافروړونکو موټرو ته اجازه ورکړل شوې ده چې حرکت وکړي.

حقشناس زیاته کړه چې د لارې د پاکیدو هڅې روانې دي چې سمه خلاصه شي او بیا ټولو موټرو ته د تیریدو امکانات برابر شي.

د ټولګټو چارو وزارت د ویاند په وینا که چیرته واوره او توفان ودریږي نو سبا به دا لویه لار په بشپړ ډول پرانیستل شي.

د سالنګ لویه لار د دوشنبې له ورځې راهیسې د درنې واورې او توفان له امله د ترافیک پرمخ بنده شوې وه.