د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ارشیف

د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو د دوه‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو مسایلو او د افغانستان د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

کرملین ماڼۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر موضوعاتو او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت او اتحاد د لا پیاوړتیا لپاره پر متقابلې ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د خبرو جزییاتو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل کېږي چې د ټلیفوني تماس اصلي محور د افغانستان وضعیت او د سیمې لپاره د هغه امنیتي پایلې وې.

دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې تاجیکستان په دې وروستیو کې د افغانستان له خاورې د ناامنۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.