متحدو عربي اماراتو د ریاض له غوښتنې وروسته له یمن څخه د خپلو ځواکونو ویستل اعلان کړل

یمن کې د «جنوب د انتقالي شورا » د پلویانو یوه غونډه چې د عربي متحدو اماراتو له ملاتړه برخمنه ده.

وروسته لدې چې ریاض متحدو عربي اماراتو ته ۲۴ ساته وخت ورکړ چې له یمن خپل ځواکونه وباسي ابوظبی اعلان وکړ چې په یمن خپل پاته ځواکونه یې لدغه هیواده ویستلي دي. ریاض او ابوظبی په یمن کې د حوثیانو په وړاندې ایتلاف کې شریکان دي خو ددغه هیواد دسیاسي او امنیتي راتلونکې په هکله سره اختلاف لري.

متحدو عربي اماراتو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړچې یمن کې خپل پاتې ځواکونه یې لدغه هیواد ویستلي دي.

ابوظبي دا خبره وروسته لدې وکړه چې ریاض متحدوعربي اماراتو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې له یمن خپل ځواکونه وباسي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ له اماراتو وغوښتل چې په ۲۴ ساعتونو کې خپل ځواکونو له یمن بهر کړي او په دغه هیواد کې فعالو نظامي ډلو سره له هرډول مرستې او ملاتړ لاس واخلي.

په عدن کې د حکومت هم ورته مطالبه وه.

ریاض په یمن کې دبیلتون غوښتونکو ځواکونو پرمختګ خپل ملی امنیت ته مستقیم ګواښ ګڼي.

د ریاض اعلامیې وویل چې د اماراتو په ملاتړ د یمن په جنوب کې د بیلتون غوښتونکو ځواکونو پرمختګ «د سعودي عربستان ملي امنیت ته » مخامخ ګواښ دی او دغه هیواد خپل ملي امنیت ته هرډول ګواښ «سره کرښه » ګڼي.

ریاض دا خبره وروسته لدې وکړه چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د یمن په جنوب مکلا بندر کې په هغو وسلو او زغروالو وسایطو برید وکړ چې د «جنوب انتقالي شورا» ډلې ته د اماراتو لخوا استول شوي وو.

سعودي چارواکو وویل چې دغه وسلې او تجهیزات پرته له اجازې یمن ته راوړل شوي وو او ټاکل شوې وه چې بیلتون غوښتونکو ته وسپارل شي.

خو عربي اماراتو بیلتون غوښتونکو ته د وسلو د لیږلو خبره رد کړه.

د اماراتو د حکومت ویاندې عفراء الحمیلي په ایکسپاڼه ولیکل :

په لیږل شوې محموله کې هیڅ ډول وسله نه وه او تخلیه سوي وسایط هم د یمن کوم اړخ ته نه وو لیږل سوي.


هغې وویل چې دغه محموله ریاض سره په هماهنګي یمن ته داخل شوې.

عربي اماراتو لدغه پیغام وروسته د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې یمن کې خپل پاته ځواکونه یې له دغه هیواده بهر کړي دي.

دعربي اماراتو د دفاع وزارت اعلامیې وویل : « دفاع وزارت په یمن کې د تروریزم ضد مبارزې د پاته ټیمونو د ماموریت پای اعلانوي. »

اعلامیې زیاته کړه چې ابوظبي دغه تصمیم «په خپل ابتکار ، د خپلو ځواکونو د امنیتي تضمیناتو او اړوندو شریکانو سره په هماهنګي» نیولی دی.

په عین حال کې ، دیمن د جمهوري ریاست د مشرتابه د شورا رئیس رشاد العلیمي ،یمن کې ۹۰ ورځنی بیړنی حالت اعلان او عربي اماراتو سره یې امنیتي توافق لغو کړ.

ښاغلي العلیمي فرمان صادر کړ چې اماراتي ځواکونه باید په ۲۴ ساعتونو کې دیمن له خاورو ووځي. هغه د یمن د بندرونو او لارو موقت تړل هم اعلان کړل.

په وروستیو اونیو کې ، دیمن په جنوب کې بیلتون غوښتونکو ځواکونو په جنوبي ولایتونو کې ګړندی پرمختګ وکړ او پراخه سیمې یې ونیولې. د اوضاع څیړونکي وايي دغه تحول سعودي عربستان چې په عدن کې د نړیوالو لخوا د یمن د پیژندل شوي حکومت له اصلي ملاتړو څخه دی سخت دریځ سره مخامخ کړ.

سعودي عربستان او متحد عربي امارات چې د حوثیانو په وړاندې ایتلاف کې سره شریکان وو اوس دیمن د سیاسي او امنیتي راتلونکې په هکله خپل مینځ کې اختلاف لري.

دیمن یو پوځي چارواکي د جمعې په ورځ وویل ۱۵ زره جنګیالي چې ریاض یې ملاتړ کوي دسعودي عربستان او یمن د سرحداتو په اوږدو کې راټول شوي خو تراوسه ورته د بیلتون غوښتونکو ترواک لاندې سیمو ته دپرمختګ امر نه دی شوی.

حوثي وسله واله ډله چې صنعاء او د یمن ګڼ میشتې شمال لویدیځ ولایتونه یې تر واک لاندې دي او ایران یې ملاتړ کوي د یمن له حکومت سره چې مقر یې عدن کې دی او نړیوالو په رسمیت پیژندلی او دغه راز انتقالي شورا سره خصومت لري خو په وروستیو کلونو کې ددوی ترمینځ کوم لوی جنګ نه دی شوی.